شپږیزه کريکټ لیګ؛ نن څلور لوبډلې سره مخ کیږي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

خبريال: محمدصابر حمیدي
د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو پرون یکشنبه د کابل په عمومي کرکټ لوبغالي کې پيل شو، چې نن دوشنبه یې دویمه او درېیمه لوبه ترسره کیږي.
په دویمه لوبه کې نن سهار ۹:۳۰ بجې سپين غر د امونهنګانو په وړاندې او په درېیمه لوبه کې بیا بُست ساتونکي د کابل بازانو په وړاندې نن ماپښین دوې بجې لوبیږي.
پرونۍ لوبه
په لومړۍ لوبه کې پرون یکشنبه میس عینک او بندامیر لوبډلې ولوبېدې، چې میس‌عینک لوبډلې په یوې منډې بریا خپله کړه.
د لوبې پچه د میس عینک لوبډلې لوبډلمشر شاپور ځدران د بندامیر د لوبډلمشر اصغرافغان نه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
میس‌عینک لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۹ منډې جوړې کړې او بندامیر لوبډلې ته یې د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه.
د میس‌عینک لپاره حشمت‌الله شهیدي ۶۵، شهزاد محمدي ۵۴ او غمي ځدران بیا ۳۰ منډې جوړې کړې.
کله چې د بندامیر لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کي یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۸ منډې جوړې کړې او ونه توانېده، چې د میس‌عینک له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړي.
بند امیر ته عثمان غني ۷۹، اصغر افغان ۴۵ او حصرت ځاځي بیا ۲۴ منډې جوړې کړې.
د لوبې غوره لوبغاړی د میس‌عینک لوبډلې حشمت‌الله شهیدي وټاکل شو، هغه د خپلې لوبډلې لپاره ۶۵ منډې جوړې کړې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.