په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالیو په روان بهیر کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزه سیالیو سپیشلیسټ لوبغاړی شفیق الله شفق د پښتون لوبډلې سره ملګری شو، چې د نوموړي په مسلسل ښې لوبې سره د دغه لوبډلې کار هم جوړ شوی دی.
شفیق الله شفق د پښتون لوبډلې سره د لمړي ځل لپاره د ویکټ کیپر توپ وهونکي په توګه یو ځای شو، چې د پیل راهیسې یې د لوبډلې لپاره چټکې منډې جوړول پیل کړي دي او لوبډله یې د سخت حالت څخه د بریا په لور روانه کړې.
پښتون لوبډله، چې اوس مهال د جدول په دویمه کرښه کې ځای لري، د ویسټ انډیزي توپ وهونکي انډریو فلیچر، افریقايي کیمرن ډیلپورټ، کولین انګرام او افغان شفیق الله شفق په ښه ځلیدو سره نورو لوبډلو ته سر خوږی جوړ شوی دی، خو د شفق بې رحمه توپ وهنې د مبصرینو او مینه والو پام د ځان په لور کړی دی.
نوموړي وروسته له هغې چې د انګلستاني جوفر ارچر او ریچارډ ګلیسن خلاف په مسلسل ډول درې او څلور شپږیزې ووهلې، د کرکټ مبصرینو او مینه والو توجه زیاته کړې او ګڼ شمیر مینه وال یې د لوبې نندارې ته په تمه وي.
د افغان لوبغاړي شفیق الله شفق دغه ډول توپ وهنه نه یواځې د مینه والو لپاره خوندوره ده؛ بلکې د نوموړې لپاره هم زیات ارزښت لري، ترڅو نوموړی په دغه کارکردګۍ سره هم په همدې پښتون لوبډله کې خپل ځای پوخ کړي او ورسره د کرکټ نورو بهرنیو تجارتي لیګونو کې د لوبیدو چانس پیدا کړي.