رییس احمدزی: په سي پي اېل کې د نوراحمد په نه لوبېدو خواشینی یم

رنګین تجريدي ډیزاین
یاران سپورټ

د افغان کرکټ نوي لارښود یا ډایریکټر رییس احمدزي له کرېک انفو سره په مرکه کې ویلي، چې په شپږیزه کرکټ لیګ کې د مشرانو یا سینیئر لوبغاړو نشتون، ځوانو لوبغاړو ته د لوبېدو چانس زیات کړی او ځوان لوبغاړي به خپله وړتیا څرګنده کړي.
شپږ افغان لوبغاړي په سي پي اېل کې ولوبېدل او نن به راشدخان، محمدنبي عیسی خېل او مجیب الرحمن ویسټ انډیز پرېږدي او دوبۍ ته به لاړ شي او هلته به په آی پي اېل کې ګډون وکړي.
خو نجیب الله ځدران، نوین الحق او ظاهرخان به شپږیزې لیګ ته راستانه شي.
رییس احمدزی وایي:

“ځوانانو ته موقع ورکول په دې ښه وي، چې هغوی پکې خپله پټه وړتیا راڅرګندوي او د مشرانو لوبغاړو پر وړاندې تجربه اخلي.”

سي پي اېل سوداګریزې لوبې پای ته ورسېدې او پایلوبه کې د محمدنبي دې اړوند لوبډله ماتې شوه.
د احمدزي په خبره دا د افغانستان د کرکټ راتلونکي لپاره نښه ده، چې ځوان او له وړتیاوو ډک لوبغاړي په شپږیزه کرکټ لیګ کې راڅرګندېږي.
هغه د بهارعلي شینواري، صدیق اتل، فرحان ذاخېل، عبدالرحمن، شفیق الله غفاري، وسیع نور، زبید اکبري، تمیم سرخرودي او نورو لوبغاړو یادونه کړې، چې ځوانان دي او روان لیګ کې ډېر ښه لوبېږي.
احمدزی د نوراحمد په اړه وایي:

زه په سي پي اېل یا د ویسټ انډیز په سوداګریزو لوبو کې د نوراحمد لکڼوال په نه لوبېدلو خواشینی یم، ځکه په سي پي اېل کې د هغه اخیستل دومره اسانه خبره نه ده، خو هغه اخیستل شوی و او د ویزې ستونزې له امله، له ګربز او قیس احمد سره یو ځای ونه شو لوبېدلای، که چېرې نوراحمد په سي پي اېل کې ښه ځلېدلی وای، نو ښایي بېګ باش لیګ، آی پي اېل او نورو سترو لیګونو کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی او زیات شوی وای.”

د احمدزي په ټکو چې نوراحمد د ده هغه مهال ډېر خوښ شو، کله یې چې دوه کاله وړاندې ولید او ښه لوبه یې کوله.
بالاخره د هغه په اخیستلو سره هغه ځان په توپ اچونه کې ثابت کړ.

نوراحمد لکڼوال

په ۲۰۰۵ کې د جنوري په ۵ مه نېټه زېږېدلی دی، د کرکټ په عمر ۱۵ کلن دی.
په یوه فرسټ کلاس لوبه کې یې ۴ وېکټې اخیستې او لسو شل اوریزو لوبو کې یې ۱۲ وېکټې ترلاسه کړي دي.
د ده هندوستان خلاف یوه لوبه کې په هندوستان کې غوره توپ اچونه وکړه او له همغې ورځې راهیسې ډېر مشهور شو.
او په ۲۰۱۹ نولس کلنو نړیوال جام کې یې هم د افغان لوبډلې ښه نماینده‌ګي وکړه.
i.jpg

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.