په شل اوریزو لوبو کې د سترې ملګرتیا ریکارډ لا هم له افغان لوبډلې سره دی

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
سپورټ یاران

په شل اوریزو لوبو کې د ۲۰۱۹ تر فبروري پورې په نړیوالو لوبو کې له اسټرالیا سره وه او په سوداګریزو لیګونو کې بیا دا ریکارډ د بنګلور لوبډلې ویاړ و.
اسټرالیا د زِمبابوې پر وړاندې په ۲۰۱۸ کې د جولای په ۳ یمه د شل اوریزو لوبو اوږده ملګرتیا د زِمبابوې په هراری لوبغالي کې وکړه.
اېرون فېنچ ۱۷۲ منډې وکړې او ډارسي شارټ ورسره اوږده ملګرتیا وکړه. دواړو ۲۲۳ منډې پارټنرشېپ وکړ.

د افغان اوپنرانو اوږده ملګرتیا

خو افغان کرکټ لوبډلې د ۲۰۱۹ د فبروري په ۲۳ مه عثمان غني او حضرت الله ځاځي په لومړۍ وېکټ د نړۍ تر ټولو د سترې ملګرتیا بنسټ کېښود او افغانستان په دې برخه کې لومړی مقام قایم کړ.
حضرت الله ځاځي ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او عثمان غني ورسره ۷۳ منډې جوړې کړې.
د افغانستان د اوپنران ۲۳۶ منډې ملګرتیا اوس په نړۍ کې بې سارې ده.
دې لوبه کې افغانستان د لوړ ټارګېټ ریکارډ هم جوړ کړ، ۲۷۸ منډې هدف په شل اوریزو لوبو کې تر  ټولو لوړ او لومړی هدف دی.
ځاځی تر ایرون فېنچ وروسته دویم توپوهونکی شو، چې یوه لوبه کې په یواځې ځان زیاتې منډې کوي.
فېنچ د زِمبابوې خلاف ۱۷۲ سوځېدلې منډې کړې وې.
هغه مهال ځاځي ته د فېنچ لخوا په ټوېټر مبارکي هم ورکړل شوې وه.
د بنګلورکرکټ لوبډلې دوه پیاوړو توپوهونکو ویرات کولي او ای بي ډیویلیرس ۲۰۱۶ کال کې د ګوجرات لاینز کرکټ لوبډلې پر وړاندې ۲۲۹ منډې ملګرتیا کړې وه.
۲۰۱۵ کال کې ویرات کولي او ډیویلیرس د ممبيي پر وړاندې ۲۱۵ منډې ملګرتیا کړې وه.
په ۲۰۱۹ کې شیریاس ایر او سوریا کومار یداف د ممبيي ځایي لوبډلې په ګټه د سېکېم په نامه لوبډلې خلاف ۲۱۳ منډې ملګرتیا کړې وه.
سلمان بټ او کامران اکمل په راوېل پېنډۍ کې په ځایي لوبو کې ۲۰۹ منډې ملګرتیا کړې ده.
په ۲۰۱۷ کې د کېنټ لوبډلې په ګټه جو ډېنلي او بېل ډرومونډ ۲۰۷ منډې ملګرتیا کړې وه.
سټاینېس او کارټ رایټ په ۲۰۲۰ بېګ باش  لیګ کې د مېلبورن سټارز  په ګټه ۲۰۷ منډې ملګرتیا وکړه.
EXlLU4LWkAA3JZD.jpg
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.