د پټ کمېنس لوړ قېمت او د هغه د هر توپ بیه

رنګین تجريدي ډیزاین

پټ کمېنس چې د اسټرالیایي لوبډلې فسټ بالر دی، په دې وروستیو کې یې د ښې توپ اچونه له امله شهرت موندلی او د لیګونو د لوبډلو د مالکانو سترګې ور اووښتې دي، دی د ۲۰۲۰ م کال آې پي ایل سیالیو لپاره بولي یا قرعه کشي کې تر ټولو لوړ بیه بهرنی لوبغاړی و، چې د شاهرخ خان یا کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې له خوا وپېرل شو.
نوموړی د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه په کلکته ښارکې د آې پي ایل سیالیو په دیارلسم پړاو بولۍ کې د ځایي لوبډلې کلکتې قهرمانانو له خوا په ۱۵۵ ملیونه هندي کالدارو واخېستل شو، چې ۱۵ نیم کروړه هندي روپیو سره یې قېمت برابرېږي.
له ده سره ځېنې نور لوبغاړي هم په لوړو قېمتونو واخېستل شول، چې د آې پي ایل سیالیو په اوږدو کې د ډېسمبر ۱۹ مې نېټې بولي هم یوه له قېمترینو یا ایکسپینسیف بولیو په قطار کې راځي.
په آې پي ایل کې د پټ کمېنس یو، یو توپ قېمت
د ریاضیکي محاسبې له مخې که د پټ کمېنس قېمت او بیا یې دغه پېسې په لوبو، اورونو او بیا توپونو ووېشل شي؛ نو د ۱۴ لوبو ټول اورونه یې ۵۶ کېږي، چې ۵۶ اورونه ۳۳۶ توپونه کېږي، که کمېنس په آې پي ایل کې ۱۴ لوبې پوره وکړي، هره لوبه کې ۴ اورونه وکړي؛ نو د ده د هر توپ قېمت ۴ لکه اعشاریه ۶۰ زره هندي کالدارو تمامېږي؛ چې د نړۍ په کچه ستر قېمتي توپ اچونه راتللی شي.
Vivo-IPL-2020-Schedule.jpg
پټ کمېنس د آې پي ایل په تاریخ کې تر ټولو لوړ قېمته بهرنی لوبغاړی دی، چې په دومره لوړ قېمت د کلکتې لوبډلې له خوا وپېرل شو.
د آې پي ایل مهالوېش او لوبې یې
۲۰۲۰ م کال کې د آې پي ایل یا انډین پرېمېر لیګ دیارلسم پړاو ترسره کېږي، چې ممبيي لوبډله به پکې له خپلې اتلولۍ د ساتلو هلې ځلې کوي.
د آې پي ایل د وېب پاڼې د راپور له مخې د ۲۰۲۰ م کال آې پي ایل سیالۍ د مارچ په ۲۳ مه نېټه د چینای سوپر کېنګز او رویال چلېنجرز بنګلور ترمنځ ترسره کېږي