د نجیب ځدران په بهترینه لوبې مراتا لوبډله د Do/Die مرحلې ته ورسیده 

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د دویم پړاو کرکټ ټي ټيڼ یا ۱۰ اوریزه سیالیو د روانې لړۍ د بیګا شپې په وروستۍ لوبه کې مراتا اربینز لوبډله د سند خلاف سیالۍ کې مخامخ وه، چې پکې مراتا لوبډلې د بریا په خپلولو سره د (Do/Die) یا حزفي مرحلې ته ورسیده، خو بلخوا په روانو سیالیو کې د راجپوټ، پنجاب، سد او کیراله نایټز لوبډلو سفر پای ته ورسید.

 د بیګا شپې په مهمې سیالۍ کې سند لوبډلې د خپلو ۴ لوبغاړو په سوځیدو د لوبډلمشر اسټرالوي شین واټسن د ۴۶ زیاتو منډو پرمټ په ټاکلو ۱۰ اورونو کې ۹۸ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۹۹ منډو هدف پریښود.

 مراتا لوبډلې که څه هم افغان چپ لاسی اوپنر توپ وهونکی ژر وبایلود، خو د انګلستاني الیکس هیلز سره نجیب الله ځدران میدان ته راښکته شو او برید کوونکی پیل یې وکړ.

https://www.youtube.com/watch?v=UAPdG9wHTKg

 په سیالۍ کې ټاکل شوی هدف د نجیب الله ځدران په ۲۴ توپونو د ۶۰ او الیکس هیلز ۳۰ منډو جوړلو سره د لوبې په ۸ م اور کې ترلاسه شو.

 د افغان لوبغاړي نجیب الله ځدران په چټکې برید کوونکې توپ وهنه کې ۷ سترې شپږیزې او ۳ څلوریزې هم شاملې وې، چې په همدغه کار کردګۍ سره د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

 د نن ورځ په لمړۍ لوبه کې دواړه لوبډلې د محمد نبي عیسی خیل او مجیب ځدران اړوند بنګال ټایګرز لوبډله د راشد خان، حضرت الله ځاځي او نجیب الله ځدران اړوند لوبډلې سره په مهمه سیالۍ کې د (Do/Die) حالت سره مخامخ ده، چې پکې ګټونکې لوبډله به پای لوبې ته د رسیدو په موخه یو قدم نوره هم وړاندې شي، خو بایلونکې لوبډله به دریم مقام ګټلو لپاره یوې بلې سیالۍ ته انتظار وي او له مخکې تګ څخه به وروسته پاتې شي.

 د ټي ټين په نوم د کرکټ دغه ۱۰ اوریریزه سیالیو دویم پړاو لوبې، چې یولس ورځې وړاندې د متحده عربي اماراتو په شارجه نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شوې؛ سبا یې وروستۍ ورځ ده، چې د یوې لوبډلې په اتلولۍ سره به پای ته ورسیږي.

نجیب الله ځدران په خپلې چټکې برید کوونکې توپ وهنې سره د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې د سوینګ ماسټر وسیم اکرم او د هندۍ لوبډلې د توپ وهنې ماسټر اوپنر ویریندر سیهواګ زړونه خپل کړل او صفت یې وکړ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.