په لسګونو لوبغاړو کې د محمد نبي د لوبولو ارمان

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

یاران سپورټس
محمد نبي عیسی خېل چې ۲۰۱۹م کې د انګلستان په بلاسټ سیالیو سوداګریزو سیالیو کې له کېنټ لوبډلې سره ولوبېد، ۱۴۷ منډې یې وکړې او ۸ وېکټې یې ترلاسه کړې وې.
سږ کال د کرونا ویروس له امله لوبې ځنډېدلي او ښایي چې انګلستان کې د وېټلېټي بلاسټ سیالۍ هم ترسره نشي.
تمه ده چې سږ کال د بلاسټ شل اوریز سوداګریز کرکټ لیګ درېیم پړاو په انګلستان کې جون په ۲ یمه نېټه پیل شي، خو لا هم انګلستان کې کرکټ ډاډمن نه دی.
۲۰۱۸م کې محمد نبي عیسی خېل په دغه لیګ کې واخیستل شو.
۲۰۱۹م کې په کېنټ لوبډله کې واخیستل شو.
اوس د دغې لوبډلې مشرانو د محمد نبي د لوبې ارمان کړی او د کرونا ویروس له امله یې د لوبو په نشتون کې د هغه لوبېدل ناشوني بللي دي.
د دې لوبډلې مالکانو لیکلي، چې د نړۍ لومړی نمبر شل اوریزو لوبو الرانډر به له بده بخته سږ کال نه وي، ځکه چې کرونا ناروغۍ لوبې ځنډولي او د بلاسټ سیالۍ یې هم له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي.
د دغې لوبډلې مسوولینو ویلي چې محمدنبي عیسی خېل له دغې لوبډلې سره په یو ځای کېدو سره وتوانېد، چې خپله وړتیا ثابته کړي.
هغه په چټکۍ سره څلور شپږیزې ووهلې او په کمو توپونو یې ۳۴ منډې وکړې او بونډري یې د ډګر ساتنې پرمهال یو خطرناک کېچ واخیست.
محمد نبي عیسی خېل د جولای په دویمه د سُري لوبډلې خلاف په ۱۲ توپونو ۴۳ ناسوځېدلې منډ وکړې او ۶ شپږیزې یې ووهلې.
عیسی خېل هغه مهال لوبغالي ته راښکته شو، کله چې کېنټ لوبډلې په ۷ اورونو کې ۵۵ منډو ته اړتیا لرله، خو محمد نبي عیسی خېل په هسکو شپږیزو سره هدف په ۴ اورونوکې پوره کړ او درې اورونه یې مقابلې لوبډلې ته پرېښودل او خپله لوبډله یې بري ته ورسوله.
د کېنټ لوبډلې لارښود یا ډایرېکټر پال ډاونټن ویلي، چې “د محمد نبي لپاره ډېر خلک لېواله دي، چې یې لوبه خلک ننداره کړي، خو له بده مرغه چې د کرکټ مهالوېش د کونا له امله سږ کال ننګېدلي.
هغه زیاتوي محمدنبي د لوبډلې د لوبغاړو په منځ کې په یو غوره لوبغاړي مشهور و او دا ښه وه، چې د هغه تجربې له لوبډلې سره ملې وې.
پال ډاونټن وایي هیله ده، چې هغه راتلونکي بیا مونږ سره یو ځای شي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.