مجیب الرحمن د انګلستان په لیګ کې واخېستل شو

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د افغان لوبډلې سټار او ځوان توپ اچوونکی مجیب الرحمن د انګلستان په بلاسټ سیالیو کې د مېډل سېکس لوبډلې واخېست.
د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي، چې مجیب به د ۲۰۲۰ م کال د انګلستان په بلاسټ سوداګریزو کرکټ سیالیو کې د مېډل سېکس لوبډلې وپېره او تر کواټرفاینل سیالیو به له دې لوبډلې سره مل وي.
۲۰۱۹ م کال کې هم مجیب په همدې لوبډله کې لوبېدلی و او یو ځل بیا ورسره دې لوبډلې تړون تازه کړ.
د ۲۰۱۸ او ۱۹ م کلونو په پړاو کې هغه د مېډل سېکس لوبډلې لپاره په لس لوبو کې حاضر و؛ خو وروسته ترې بیا د افغانستان لوبو لپاره راغی.
افغان ځیرک توپ اچوونکي مجیب الرحمن ویلي:

 زه په مېډل سېکس لوبډله کې له لوبېدو خوند اخلم، زه ډېر خوښ یم چې یو ځل بیا له دې لوبډلې سره مل شوم».

هغه زیاته کړې ده، چې ټولې لوبډلې هم ماته ښه راغلاست ویلی او ماته د هیله منډۍ احساس راکوي، مونږ په ګډه کولای شو، چې لوبډله بریالۍ کړو.
NatWest-T20-Blast-League-Teams.jpg
د مېډل سېکس لوبډلې مشر روزونکي سټورټ لا ویلي:

« دا ډېر ښه وشو چې مجیب الرحمن یو ځل بیا په بلاسټ شل اوریزو لوبو کې برخه اخلي او مونږ هغه ته ښه راغلاست وایو».

د لا په وېنا مجیب الرحمن یو وړ بالر دی، په پاور پلی کې خورا ښه توپ اچونه کوي او هغه یو ښه انسان دی، چې مونږ یې په ډرېسېنګ روم یا اوسېدو خونه کې لرو.
په تېرو پړاوونو بلاسټ سیالیوکې مجیب الرحمن، محمدنبي عیسی خېل، راشدخان او ظاهر خان لوبېدلي دي.
سږ کال هم تمه شته، چې نور افغان لوبغاړي به هم دې لیګ کې واخېستل شي.
د راتلونکو بلاسټ سیالیو مهالوېش
۲۰۲۰ م کال کې د بلاسټ سیالیو دریم پړاو دی، چې د می په ۲۸ مه نېټه به پیل شي او د سپټمبر په ۵ مه نېټه به پای ته ورسېږي.
دې لیګ کې ټولې ۱۸ لوبډلې لوبېږي.
۲۰۱۹ م کال کې د دې سیالیو اتلولي ایسېکس لوبډلې ګټلې ده.