مکسويل د نړيوال جام لپاره چمتو دی؟!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

خبريال: مدثر دعوت
اسټرالياوی الراونډر ګلين مکسويل يو ځل بيا نړيوال کريکټ ته راځي او د راتلونکي نړيوال جام لپاره د چمتووالي خبر ورکوي.
مکسويل به د نيوزلينډ د سفر لپاره د اسټراليا کريکټ ملي لوبډلي ملګری وي او د نيوزلينډ په وړاندي د ۳ شل اووريزو لوبو چي د رواني مياشتي په ۲۴مه نيټه پيليږي، برخه وي.
مکسويل خپله وروستۍ نړيواله لوبه تيرکال اکتوبر مياشت کي د سريلانکا په وړاندي ترسره کړې، وروسته يې د ذهني فشار او نا رامتيا په خاطر استراحت وکړ خو بيګباش ليګ ته بيرته راوګرځيدی.
نوموړی په بیګباش ليګ کي د ميلبورن سټارز لوبډلي لوبډلمشر وو چي ۳۹۸ منډي يې وکړې، ۱۰ ويکټي يې واخيستلې او لوبډله يې هم تر پايلوبي ورسوله.

تر هغې وروسته د مکسويل اوږې د شديد زخم له کبله جراحۍ ته اړتيا درلوده نو اړتيا وه چي د ۶ څخه تر ۸ اونيو د کريکټ څخه ليري وسي.
مکسويل وايي ډاکترانو راته وويله چي ته عمليات ته اړتيا لرې نو ځکه ما د ځان لپاره يوه نقشه جوړه کړه تر څو وکولای سم تر نړيوال جام پوري چي کوربتوب يې اسټراليا کوي په پوره ډول اماده اوسم.
دی وايي تر نړيوال جام مخکي غواړم ډير کريکټ وکړم،په سيريزونو کي ګډون وکړم،هندوستان پريمرليګ کي ولوبيږم تر څو ځان ښه برابر کړم.

مکسويل يو له هغو کريکټرانو څخه دی چي په نړيوال شل اووريز کريکټ کي يې ۳ سليزي وهلي او يوازنی لوبغاړی دی چي د کريکټ د نړيوالي شورا د شل اووريزو لوبو د توپوهونکو او الراونډرانو د درجه بندۍ په لس غورو کي ځای لري.
ګلين مکسويل وايي: زه ډير د وياړ احساس کوم چي تيرو پنځو کلونو کي مي په نړيوال شل اووريز کريکټ کي د پام وړ لاسته راوړني درلودلي او خوشحاله يم چي د لوبډلي باور مي د ځان سره درلودلی او ساتلی دی.