ليکنه: مدثر دعوت
کيدای سي ډير داسي کريکټران پيژنئ چي د خپل هيوادونو د کريکټ بورډونو څخه خوابدي سوي وي،يا په يو هيواد کي پيدا سوي وي او د هماغه هيواد لپاره يې کريکټ پيل کړی وي.
ددې ډلي څخه ځيني افغان لوبغاړي هم يادولای سو،چي عزت الله دولتزی،نبيل بيان او قادري يې ښه مثالونه دي چي اوس د نورو هيوادونو لپاره لوبي کوي.
په نړيوالو کريکټرانو کي د ايون مورګن،کيوين پيټرسن ،جوفرا ارچر او عمران طاهر ياونه کولای سو.
خو د ليزا سټاليکر کيسه بل ډول ده.
سټاليکر په ۱۹۷۹ز کال کي د هندوستان په پونې کي زيږيدلې ده.
ليزا سټاليکر په اصل کي هندوستانۍ ده خو کريکټ يې د اسټراليا لپاره کړی او اوسمهال د دواړو هيوادونو پاسپورټونه لري.
ليزا په زړه پوري کمينټري کوي او همدارنګه په بيګباش ليګ کي د روزني دنده هم په غاړه لري.
د ژوند کيسه يې:
ليزا د هند په يوې غريبي کورنۍ کي زيږدلې،دا چي کورنۍ يې ډيري اقتصادي ستونزي درلودې ،نو دا يې مور او پلار يتيم خانې ته د روزني لپاره ورويسته.
په همدې مهال کي د اسټراليا څخه يوه کورنۍ هند ته ددې لپاره ورغلې وه ترڅو يو هلک ماشوم پيدا کړي ځکه اړتيا يې ورته درلوده.
دوی پر ډيرو يتيم خانو وګرځيدله خو د خپلي خوښي نارينه ماشوم يې پيدا نکړ،خو يوه داسي انجلۍ يې وموندله چي دوی يې پر سترګو عاشقان سوه.
هارين سټاليکر او سيو سټاليکر دا ماشومه خوښه کړه او تر قانوني پروسې وروسته يې اسټراليا ته بوتله او خپله لور يې کړه.
د ليزا نوم يې اصلي مور او پلار ورباندي ليلا ايښی وو،خو چي کله دوی سيدني ته بوتله نو نوم يې ورته په ليزا بدل کړ.
د کريکټ نړۍ ته يې راتګ:
ليزا سټاليکر د ښوونځۍ پر مهال کريکټ هم کوی او پلار يې پدې برخه کي ورسره ډيره مرسته کوله.
دې په يوې مرکه کي ويلي چي د هر هندوستاني په وينه کي کريکټ شتون لري.
د اسټراليا د کريکټ غوره الراونډره وه،په ښه يې لاس يې توپوهنه کوله او اف بريک توپ اچوونه يې کوله.
دې لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه په ۲۰۰۱ز کال کي د انګلستان په وړاندي ترسره کړه،لومړنۍ ټيسټ لوبه يې په ۲۰۰۳ز کال کي د انګلستان په وړاندي ترسره کړه او لومړنۍ شل اووريزه لوبه يې هم په ۲۰۰۵ ز کال کي د انګلستان په وړاندي ترسره کړه.
په کورني کريکټ کي د نيو سوت والس او سيدني سيکسرز لوبډلو لپاره لوبيدلې ده.
ريکارډونه او لوبو ته يې کتنه:
ليزا په ۲۰۰۱ز او ۲۰۱۱ز کلونو کي د اشيز سيريزونو د بريا پر وخت د اسټراليا ښځينه کريکټ لوبډلي برخه وه.
دا دهغو څلورو شل اووريزو او يو ورځنيو نړيوال جامونو يوه برخه وه چي اسټراليا ګټلي دي.
سټاليکر په ۲۰۰۶ز کال کي د نيوزلينډ په وړاندي د ۳ يو ورځنيو لوبو لوبډلمشره هم ټاکل سوې وه.
دا لومړنۍ ښځينه کريکټره ده چي په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کي يې ۱۰۰۰ منډي کړي او ۱۰۰ ويکټي يې اخيسیتي.
د خوښي کريکټران يې ادم ګلکريسټ،ميچل سلاټر او سچن ټنډولکر دي.
ليزا سټاليکر په ۲۰۰۷ز او ۲۰۰۸ز کلونو کي د اسټراليا د غوره ښځينه کريکټري ايوارډونه هم ګټلي دي.
ليزا چي اوسمهال د کريکټ مشهوره کمينټره ده د ټيسټ په ۸ لوبو کي يې ۴۱۶ منډي کړي، ۱۲۰ يې ترټولو ډيري منډي دي ،او ۲۳ ويکټي يې اخيستي دي.
په ۱۲۵ يو ورځنيو لوبو کي يې ۲۷۲۸ منډي کړي ، ۱۰۴ يې ترټولو ډيري منډي دي، ۱۶ نيمه سليزي او ۲ سليزي لري، همدارنګه ۱۴۶ ويکټيي يې اخيستي دي.
د نړيوال شل اووريز کريکټ په ۵۴ لوبو کي يې ۷۶۹ منډي کړي او ۶۰ ويکټي يې اخيستي دي.
ليزا د ۴۰ کلونو په عمر ده او د اسټراليا په سيدني کي اوسيږي.