۲۰۱۸ د هندي سينما د خانانو لپاره ناکام کال

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

پر هندۍ سېنما راج چلوونکي درې واړه خانان په ۲۰۱۸ کال کې ښه ونه ځلیدل او ناکام فلمونه یې پر سېنما روښانه شول.
عامر خان، سلمان خان او شارخ خان هغه فلم ستوري دي چې ډېر کله یې سېنما ته کامیاب او د ډېرې ګټې لرونکي فلمونه وړاندي کړي دي.
۲۰۱۸ کال د دغه فلم ستورو لپاره ځکه ښه نه وه چې یو هم ونه شو کولی خپل فلم کامیاب کړي او ناکام شول، په داسې حال کې چې په کم مصرف جوړ شوي فلمونو د دوی له فلمونو زیاتې پيسې ګټلي.
په ۲۰۱۸ کال کې د بالیوډ دبنګ خان سلمان خان په فلم(ریس۳) سره سینما ته داخل شو مګر د مینوالو په راماتولو کې پاتې راغلی، فلم Race3 په ۱۵۰ کروړه بودیجې جوړ شوی فلم وه، که څه هم خپل سر یې پوره کړی مګر نه یوازې دا چې مینوالو خوښ نه کړ بلکې د فلم د شنوونکو لخوا هم د نیوکو سره مخ شو.
د بالیوډ ستر اداکار عامر خان هم په دغه ۲۰۱۸ کال کې په یوه لویې بودیجې جوړ شوی فلم ټهګس اف هندوستان سینما پر پرده روښانه کړ، فکر یې کاوه چې دغه فلم به د سینما د تاریخ د ډېرو پيسو ګټوونکی شي خو فلم مینوال پيدا نه کړ او په باکس افس کې بد ناکام فلم وشمېرل شو.

دغه فلم د ۳۲۵ کروړه په بودیجې جوړ شوی وه مګر یوازې ۱۵۰ کروړه پیسې یې وګټلې چې له خپله سره یې هم توان وکړ.
د کال په اخر کې د هندۍ سېنما بل خان شاه رخ خان هم خپل فلم (زیرو) وړاندې کړ، دغه فلم په ۲۰۰ کروړه بودیجې جوړ شوی فلم وه، سره له دې چې نوی والی یې هم لره او نوې کیسه یې هم لرله خو د بازار په موندنه پاتې راغي او د خپل سر څخه یې نیم په نیمه تاوان وکړ.

دغه فلم په یوه اوونۍ کې ۱۰۰ کروړه روپۍ نه وې پوره کړې، نو معلومیږي چې په ۲۰۱۸ کال کې د خانانو جادو پر خلکو تاثیر ونه کړ.
بل لورته په کمه بودیجه جوړ شویو فلمونو نه یوازې مینوال بلکې د فلم شنونکي هم پر ځان مین کړي دي.
د ۲۴ کروړه په کمې بودیجې جوړ شوي فلم چې راجکمار راؤ او شردها کپور یې مرکزي رول لوبولی ۱۲۴ کروړه تجارت کړی او کامیاب شمېرل شوی.

په ۳۰ کروړه بودیجي جوړ شوی فلم سونو کې ټیټو کې سوئټي د غوره لوبغاړو د نه انتخاب سره سره بیا هم په مینوال مجبوره کړل چې سينما ته راشي او ۱۴۸ کروړه ګټه یې وکړه.
د ایوشمان کهرانا دوه فلمونه اندها دهن او بدهائي چې په ۳۰ کروړه او ۲۹ کروړه کمې بودیجي جوړ شوي، دواړو یې له ۱۰۰ کروړو زیاتې پيسې ګټلي دي چې د فلم مینوالو او څاروونکي دواړه یې حیران کړي دي.