یاران سپورټس
د اسټرالیا پخواني کرکټ لوبغاړي مارک ټایلر ویلي، چې د اووم پړاو نړیوال شل اوریز کرکټ جام ځنډېدل به د هندوستان کرکټ بورډ ته دا فرصت ورکړي، چې د آی پي اېل سیالیو لپاره ځان چمتو کړي.
نړیوال جام د اکټوبر په میاشت کې پېلېږي او تر نومبر میاشت پورې دوام کوي.
د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۶م راهیسې نړیوال شل اوریز جام د مالي ستونزو له امله نه دی ترسره کړی او ۲۰۲۰م کې یې تابیه نیولې، خو د روان کال له پیله د کرونا نړیوالې وژونکې وبا سر راپورته کړی او لوبې یې له ګواښ سره مخ کړي دي.
اوس د اسټرالیا پخواني کرکټ لوبغاړي ویلي، چې داسې برېښي چې نړیوال جام ونشي او که داسې وشي، نو د هندوستان کرکټ بورډ به د آی پي اېل سیالیو لپاره لارې چارې ولټوي.
نړیوال شل اوریز کرکټ جام کې ټولې ۴۵ لوبې په پام کې نیول شوي دي او که ترسره شي، نو د اسټرالیا هېواد په ۷ ښکلو لوبغالو به یې لوبې نندارې ته وړاندې شي.
له بل پلوه د کرکټ نړیوالې شورا هم د نړیوال جام ترسراوي په اړه ضدو نقیض څرګندونې لري، دوی وایي که کرونا ویروس همداسې زور کې وي، د نړیوال جام د مهالوېش په اړه به غور له سره کېږي.
په نړیوال شل اوریز کرکټ جام کې د افغانستان په ګډون ۱۶ لوبډلې شاملې دي.
تازه د کرکټ نړیوالې شورا په درجه کې افغانستان په شل اوریزو لوبو کې له اووم مقام څخه لسم مقام ته وروسته شوی دی او پاکستان له لومړي مقام څخه څلورم ځای ته شا تګ کړی دی.
مارک ټایلر په خبره دا د اسټرالیا لپاره یوه ستونزمنه چاره ده، چې په داسې یو بحراني حالت کې د ۱۵ مېلمنو لوبډلو کوربتوب وکړي او نړیوال جام پکې ترسره شي.
بل پلو آی پي اېل هم تر نامعلومې نېټې ځنډول شوی او لا یې هم د ترسرهکولو او یا نه ترسرهکېدو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.