د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ چې د ډېسمبر په ۱۱ مه نېټه د ۷ لوبډلو په ګډون پیل شوي، پکې افغان لوبغاړي هم لوبېږي.
حضرت الله ځاځی، مجیب الرحمن، رحمان الله ګربز، نجیب الله ځدران، نوین الحق، شفیق الله شفق، محمدنبي عیسی خېل او شهزاد محمدي هغه افغان لوبغاړي دي، چې په بیلابېلو لوبډلو کې لوبېږي.
محمدنبي عسی خېل په ۴ لوبو کې د رنګپور رېنجرز لوبډلې لوبډلمشر و؛ خو د ده په لوبډلمشر کې یې لوبډلې ۴ واړه لوبې وبایللې او لوبډله یې د نومرو په جدول کې وروستۍ ده.
رنګپور لوبډلې په ۵ لوبو کې یوه ګټلې او څلور یې بایللي دي.
له محمدنبي عیسی خېل سره په رنګپور رېنجرز لوبډله کې شهزاد محمدي هم اخېستل شوی دی.
سېلهېټ تندر لوبډله کې نوین الحق او شفیق الله شفق اخېستل شوي دي، چې دې لوبډلې شپږ لوبو کې یوه ګټلې او پنځه لوبې یې بایللي دي، دا لوبډله د نومرو په جدول کې شپږم ځای لري او د محمدنبي دې له لوبډلې مخکې ده.
کومېلا واري یرز لوبډله چې مجیب الرحمن ورسره لوبېږي، د نومرو په جدول کې پنځم ځای ته تللې، دې لوبډلې په شپږ لوبوکې دوه ګټلي او ۴ یې بایللي دي.
کولنا ټایکرز لوبډلې سره رحمان الله ګربز او نجیب الله ځدران لوبېږي، چې دې لوبډلې د نومرو په جدول کې څلورم ځای نیولی دی او پنځه لوبو کې یې درې ګټلي او دوه یې بایللي دي.
ډاکه پلاټون لوبډله کې هیڅ افغان لوبغاړی نشته او د نومرو په جدول کې درې یم ده.
راج شاهي رایلز لوبډله د نومرو په جدول کې دوه یم ده او حضرت الله ځاځی ورسره لوبېږي.
د نومرو په جدول کې لومړۍ لوبډله بیا چټوګرام چلېنجرز لوبډله ده، چې دې لوبډله کې هم هیڅ افغان لوبغاړی نشته.
نن د ډېسمبر په ۲۷ مه نېټه غرمه دولس نیمې بجې ۲۱ مه لوبه چټوګرام چلېنجرز لوبډله د ډاکه پلاټون پر وړاندې لوبېږي، چې دواړو لوبډلو کې افغان لوبغاړی نشته.
ماښام پنځه نیمې بجې بیا کولنا ټایګرز لوبډله د رنګپور رېنجرز لوبډلې پر وړاندې لوبېږي، چې دواړو لوبډلو کې افغانان اخېستل شوي دي.