نن او سبا د نړیوال کرکټ کې ټول میدانونه تش پراته دي !

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

 د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د غړیو هېوادونو د کرکټ بېلابیلو لوبډلو لپاره د مختلفو رسمي سیالیو مهالویش جوړیږي، چې دغه سیالۍ د نړیوالې شورا سره رسمي بڼه لري او د  دغې شورا له رسمي ویب پاڼې څخه ه خپریږي.

 د نړیوالې شورا د بوخت مهالویش سره سره لا هم د روانې ډیسمبر میاشتې له ۲۰ مې نېټې راپه دیخوا پرته د ویسټ اڼدیز او بنګله دیش ترمنځ د ۲۰ اوریزه سیالیو څخه هیڅ کومه رسمي لوبه شتون نلري.

 په دغه لړ کې به د پرون ورځ ترڅنګ نن او سبا هم د کرکټ نړیوال میدانونه تش پراته وي، ځکه چې پرې هیڅ کومه رسمي لوبه نه ترسره کیږي.

که څه هم په دې ورځو کې د اسټرالیا بیګ باش، د هندوستان رانجي ټرافي او د پاکستان د نیشنل کپ په نوم داخلي کورني کرکټ لوبې دوام لري، خو د کرکټ نړیوالې شورا سره غړي هېوادونه هیڅ کومه رسمي سیالي نلري.

 ښآيي د سیالیو نشتون د روان ۲۰۱۸ م کال د ورستۍ میاشتې وروستۍ ورځې وي او د نوي کال لپاره نور مهالویش پلان شوی وي، خو بلخوا د همدې ډیسمبر میاشتې په ۲۶ مه نېټه د چهار شنبې په ورځ د اسټرالیا او هندوستان، سریلنکا او نیوزیلینډ او جنوبي افریقا او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ لوبو د لړۍ پاتې لوبې پیل کیږي.

 د کرکټ نړیوالې شورا هم په دې اړه څه نه دي ویلي، چې څنګه پرون، نن او سبا په نړیوال کرکټ کې هیڅ کوم ډول ۲۰ اوریزه، ۵۰ اوریزهاو یا هم کومه ټیسټ رسمي سیالي نه لري.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.