د کرکټ نړیوال جام ټرافي نن افغانستان ته راورسیده !

سپینه تجريدي ډیزاین

د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ ۵۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو ټرافي یا کپ له هندوستان وروسته نن افغانستان ته راوړل شوه.

 د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسول فرید هوتک یاران ته په یو غږیز پیغام کې وویل، چې د کرکټ نړیوال جام ټرافي نن کابل ته راوړل شو.

هوتک وویل، ټرافي به لمړی په کابل کې وي، ورپسې به تاریخي ولایت بامیانو ته انتقال شي او له هغې وروسته به هرات او کندهار ولایتونو ته هم په سفر ولیږل شي.

 د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې د مسول په وینا دغه ټرافي به د درې ورځو لپاره په افغانستان کې پاتې شي، چې ورته د افغان کرکټ بورډ لخوا ځانګړي مراسم نیول شوي دي او له هغې وروسته به بیرته د نورو هېوادونو پر لور ولیږل شي.

 د کرکټ نړیوالې شورا د پریکړې له مخې د نړیوال جام سیالیو ټرافي یا کپ به د سیالیو د پیل وړاندې لمړی د نړۍ د۵ براعظمونو ۲۲ هېوادونو په ۶۴ ښارونو کې وګرځوي، چې په لمړیو کې د افغانستان نوم له دغه لیست څخه د امنیتي ستونزو له کبله بهر شوی و، خو د افغانستان کرکټ بورډ په وروستیو کې بیا خبر ورکړ، چې دغه ټرافي به افغانستان ته هم په همدې ډیسمبر میاشت کې راوړل شي.

 د نړیوال جام سیالیو د ټرافي ګرځولو سفر د اګسټ په ۱۷ مه نېټه له متحده عربي اماراتو څخه پیل شوی دی، چې اوس تر افغانستان وغځید.

 همدا راز د ۲۰۱۹ م کال په کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د ګډون کوونکو ۱۰ لوبډلو ترڅنګ دغه ټرافي ۱۱ نورو هغه هېوادونو ته لیږدول کیږي، چې پکې کرکټ د پرمختګ په حال کې دی.

د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې په دغه سفر کې د اسټرالیا، هندوستان، انګلستان، نیوزیلینډ سریلنکا، پاکستان، جنوبي افریقا، ویسټ انډیز، بنګله دیش، امریکا، جرمني، فرانسه، نیپال، عمان، نایجریا، کینیا، راونډا، متحده عربي امارات، هالینډ او اوس د افغانستان نوم هم شامل شوی دی.

 د مۍ میاشتې په ۳۰ مه نېټه پیلیدونکې د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې دا ځل افغانستان، اسټرالیا، هندوستان، پاکستان، سریلنکا، انګلستان، جنوبي افریقا، نیوزیلینډ، ویسټ انډیز او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې ګډون کوي، چې په لمړۍ مرحله کې هره لوبډله یو بل سره په مخ کیدو ۹ لوبې ترسره کوي.

 د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالۍ له هرو ۴ کلونو وروسته په پنځم کال کې کې ترسره کیږي، چې پکې تر دې مهاله ۱۱ پړاونه ترسره شوي دي.

د لمړي ځل لپاره دغه جام سیالۍ په ۱۹۷۵ م کال کې په انګلستان کې پیل شوې، چې پکې ویسټ انډیزۍ لوبډلې اسټرالیا ته په ماتې ورکولو سره د لمړي ځل اتلولي خپله کړې وه.

 په دغه لړ کې ۵ ځلې اسټرالیا، ۲ ځل ویسټ انډیز، ۲ ځل هندوستان او یو ځل پاکستان او سریلنکا لوبډلو د اتلولۍ جام ګټلی دی.

 د کرکټ نړیوال جام کې د افغانستان لوبې:

 افغان لوبډله به د نړیوال جام سیالیو په لمړي راونډ کې د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې وروسته په دویمې سیالۍ کې د سریلنکا، دریمه کې د نیوزیلینډ، څلورمه کې د جنوبي افریقا، پنځمه سیالۍ کې د کوربه انګلستان، شپږمې لوبه کې د هند، اوومې لوبه کې د بنګله دیش، اتمې لوبه کې د پاکستان او وروستۍ نهمې لوبه کې به د ویسټ انډیز ملي لوبډلې خلاف ولوبیږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.