ایرلېنډ ۹ کاله وروسته د دویم ځل لپاره د انګلستان ستر هدف پوره کړ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ایرلېنډ ۹ کاله وروسته د دویم ځل لپاره د انګلستان ستر هدف پوره کړ
د کرکټ نړۍ کې داسې واقعات هم پېښېږي، چې یوه کوچنۍ لوبډله راپاڅېږي او سترې لوبډلې ماتوي.
ښه مثال یې د ایرلېنډ او انګلستان کرکټ لوبډلو دی.
خو کله چې یوه کوچنۍ لوبډله ستره لوبډله ماتوي، نو د کوچنۍ لوبډلې لپاره منظم مخکې تګ او په ځان باور پکار دی.
ایرلېنډ هم له لومړیو دوو ماتو ناهیلي ښکاره نه کړه او د درېیمې لوبې لپاره يې پلان او جذبه پر ځای وه.
ایرلېنډ او انګلستان د جولای په ۳۰ مه نېټه د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل کړه، چې لومړۍ دواړه لوبې انګلستان په ۶ او ۴ وېکټو وګټلې.
لوبډلمشر او مرستیال لوبډلمشر په سلیزو سره انګلستان نهیلی کړ
د اګسټ په څلورمه نېټه د افغانستان پر وخت مازیګر پنځه نیمې بجې، د انګلستان او ایرلېنډ کرکټ لوبډلې د لوبغالي ته ښکته شوې، انګلستان غوښتل چې ایرلېنډ وایټ واش کړي؛ خو ایرلېنډ بیا د وایټ واش کولو څخه د ځان خلاصي ترڅنګ ستره کارنامه هم وکړه.
دې لوبډلې د انګلستان ۳۲۹ منډې هدف د درې لوبغاړو په سوځېدو سره مات کړ، چې مرستیال لوبډلمشر او لوبډلمشر پکې سلیزې ووهلې.
بلبېرني ۱۱۳ او سټرلېنګ ۱۴۶ منډې وکړې.
دا په نړۍ کې لسم ستر هدف دی، چې یو ورځنیو لوبو کې پوره کېږي.
د یو ورځنیو لوبو لوی هدفونه چې مات شوي!
لومړی ځل سویلي افریقا له اسټرالیا څخه ۴۳۸ منډې هدف پوره کړی، هندوستان ۳۶۲ منډې هدف له اسټرالیا څخه د هند په جېپور کې پوره کړی.
هندوستان د هند په ناګپور کې ۳۵۱ منډې هدف یو ځل بیا له اسټرالیا څخه پوره کړی.
نیوزیلېنډ ۳۵۰ منډې هدف له اسټرالیا څخه پوره کړی، نیوزیلېنډ ۳۴۰ منډې هدف یو ځل بیا له اسټرالیا څخه د نیوزیلېنډ په همېلټن سیمه کې پوره کړی.
اسټرالیا ۳۳۴ منډې هدف له انګلستان څخه پوره کړی، نیوزیلېنډ ۳۳۲ منډې هدف له استرالیا څخه پوره کړی، اسټرالیا ۳۳۰ منډې هدف له سویلي افریقا څخه پوره کړی، هندوستان ۳۳۰ منډې هدف له پاکستان څخه پوره کړی، ایرلېنډ د سه شنبې په ماخستن د اګسټ په ۴ مه نېټه له انګلستان څخه ۳۲۹ منډې هدف پوره کړ او زِمبابوې له نیوزیلېنډ څخه ۳۲۹ منډې هدف پوره کړی دی.
۲۰۱۱ کال او د ایرلېنډ لخوا انګلستان ته ستره ماته ورکول
۲۰۱۱ م کال کې د انګلستان او ایرلېنډ ترمنځ د نړیوال پنځوس اوریز جام ۱۵ مه لوبه ترسره شوه.
دغې لوبه کې انګلستان، ایرلېنډ ته ۳۲۸ منډې هدف ورکړی و، چې د انګلستان لپاره جنتن ټراټ ۹۲ او ایئن بېل ۸۱ منډې کړې وې.
ایرلېنډ دغه هدف په وروستي اوورکې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د کېوېن اوبراین د ۱۱۳ منډو په مرسته مات کړ او انګلستان ته یې ستره ماته ورکړه.
اوس دویم ځل شو چې ایرلېنډ د ستر هدف ماتولو کارنامه وکړه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.