د سي پي اېل لوبې د نوین الحق په لوبه پېلېږي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

سپورټ یاران

د سي پي اېل اتم پړاو لوبې پرون د افغانستان پر وخت ماښام شپږنیمې بجې پیل شوې، په دې لوبو کې لومړۍ لوبه د ګویانا امازون او ټرېنباګو نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
په ګویانا امازون لوبډله کې د افغان لوبغاړو له ډلې نوین الحق لوبېږي او کردار پکې د چټک توپ اچوونکي لوبوي.
د ویسټ انډیز سوداګریزو کرکټ لوبو په ۴ لوبډلو کې ۶ افغان لوبغاړي اخیستل شوي دي.
محمدنبي عیسی خېل، نجیب الله ځدران او ظاهرخان په سېنټ لوسیا زوکس لوبډله کې پېرل شوي دي.
راشدخان په باربادوس ټراېډېنټس لوبډله او مجیب الرحمن په جمېکا ټلاواس لوبډله اخېستل شوی دی.
محمدنبي عیسی خېل په ۲۰۱۷ م کال کې له سېنټ کېټس او نیویس پټرېټس لوبډلې سره لوبېدلی او راشدخان په همدغه کال له امازون لوبډلې سره مل و.
محمدنبي عیسی خېل له ۲۰۱۷ کال وروسته په دغه لیګ کې ونه لوبېد او راشدخان پکې بیا هم ولوبېد.
سږ کال په دې لیګ کې نجیب الله ځدران، ظاهرخان، مجیب الرحمن او نوین الحق نوي ورغلي دي.
قېس احمد، نوراحمد او رحمان الله ګربز هم د لوبډلې لخوا پېرل شوي وو، خو وروسته بیا داسې راپورونه ورکړل شول، چې هغوی درې واړو د ویزې یا پاسپورټ برخه کې ستونزه لرله او سږ کال به ونشي کولای، چې یاد لیګ کې ولوبېږي.
د سي پي اېل سوداګریزې کرکټ لوبې د سې شنبې په ماښام د نوین الحق دې په لوبه پیل شو.
دا لوبې شاوخوا ۲۲ ورځې دوام کوي او د سپټمبر په لسمه نېټه به یې پایلوبه ترسره شي.
د دې لوبو اتلولۍ دوه ځلې ټرېنباګو نایټ رایډرز لوبډلې ګټلي او اوس یې پولارډ د براوو پر ځای نوی لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.