خلیفه برج نن د افغانستان په درې رنګه بیرغ پوښل کیږي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
لیکنه: محمدصابر حمیدي

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سفارت او دوبۍ کې د افغان جنرال قونسلګرۍ په هڅو او د اماراتو دحکومت په همکارۍ به نن سې شنبه د نړۍ پر دنګې ودانۍ برج خلیفه باندې د افغانستان بیرغ رڼا شي.
په متدحده عربي اماراتو کې جنرال کونسل مسعود احمد عزیزي وايي، چې د افغانستان د ۱۰۱یمي کلیزي په ویاړ به نن ماخستن ۸:۴۵ دقیقې برج خلیفه د هیواد په درې رنګه بیرغ وپوښل شي.

مسعود احمد عزیزي پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې لیکلې:

«د جنرال کونسل ښاغلي مسعود احمد عزیزي په هڅو او د متحده عربي اماراتو په همکارۍ د افغانستان د خپلواکئ د بیرته تر لاسه کولو یو سلو او یوم کال په ویاړ، په نړۍ کې د ټولو څخه د لوړې ماڼۍ ( برج خلیفه) د افغانستان په دری رنګه بیرغ روښانه کړي.»

دا به دوهم ځل وي، چې د نړۍ لوړ پوړې ودانۍ«برج خلیفه» د هیواد په درې رنګه بیرغ پوښل کیږي.
دا ودانۍ تېر کال هم د افغانستان د ۱۰۰مي کلیزې په ویاړ د هیواد په درې رنګه بیرغ پوښل شوې وه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.