د افغانستان د کورني کرکټ غازي امان الله خان تر سر لیک لاندې دویم پړاو «لیست ای» ۵۰ اوریزه کرکټ سیالۍ د بوسټ زون په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.
دویم پړاو لیست ای ۵۰ اوریزه کرکټ سیالۍ د ۶ زونونو د کرکټ لوبډلو په ګډون سره پیل شوې وې، چې پکې د سپین غر او بوسټ زونونو لوبډلې پای لوبې ته ورسیدې.
د پای لوبه کې سپین غر زون د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره د لوبې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د عظمت الله عمرزي د ۶۶، فرید ملک د ۴۱، سمیع الله شینواري د ۳۶ او شهزاد محمدي د ۳۵ منډو جوړولو سره بوسټ زون لوبډلې ته د ۳۲۱ منډو هدف ورکړ.
د بوسټ زون لوبډلې لخوا په ځوابي لوبه کې کریم صادق او رحیم منګل ښه پیل وکړ، چې د بوسټ لوبډله یې د هدف پر لورې په چټکۍ سره روانه کړه او ورپسې لوبډلمشر نجیب الله ځدران د ویکټ کیپر توپ وهونکي منیر احمد سره بهترینه لوبه ترسره کړه.
د کریم صادق د ۵۹ منډو وروسته د منیر احمد سلیزې او نجیب الله ځدران ۷۳ منډې د بوسټ په بریا کې برخلیک ټاکونکې حساب شوې او بوسټ لوبډله یې د زونونو په کچه د لیست ای سیالیو اتلولۍ مقام ته ورسوله.
د غازي امان الله خان په نوم لیست ای ۵۰ اوریزه کرکټ سیالۍ د روانې جولاي میاشتې په ۱۰ مه نیټه د کابل، میس عینک، امو، بند امیر، سپین غر او بوسټ زونونو لوبډلو په ګډون سره پیل شوې، چې پکې کابل، میس عینک، امو او بند امیر زونونو لوبډلې د سیالیو په بایللو سره د مخکې تګ څخه پاتې شوې.
په دې سیالیو کې سمیع الله شینواري د ۳۹۸ منډو جوړولو سره د مخکښ توپ وهونکي لقب خپل کړ، خو ورپسې شهزاد محمدي په ۳۶۸ منډو جوړلو سره دویم مقام کې پاتې شو.
همدا راز په توپ اچونه کې د بند امیر زون لوبغاړي نجات مسعود د ۱۳ ویکټو ترلاسه کولو سره لمړی، خو شراف الدین اشرف او سعید شیرزاد په ۱۲ ویکټو اخیستو سره په دویم او دریم ځای کې مخکښ توپ اچونکي وو.