د بالیوډ مشوره فلمي لوبغاړې بیپاشا باسو په فلمونو کې د کار نه کولو له امله ټلویزیوني پروګرامونه ته مخه کوي.
اټکل دی چې نوموړې فلمې ستورې به یوه ټلویزیوني شو یا پروګرام پر مخ یوسي.
هندۍ رسنۍ وایې، مېرمن باسو دا پرېکړه وروسته له هغې کړې چې د ډېر وخت راهیسې ورته په کوم غټ فلم کې د کار کولو موقع نه ده ورکول شوې.
اټکل دی هغه شو(ټلویزیوني خپرونه) چې بیپاشه به یې وړاندې کوې ډېر پوښتنې او تمرکز به یې په جنسیتي مسائلو وي.
دوه کاله وړاندې دغې اداکارې بپاشا باسو د یوه هندي ډرامو له یوه ستوري سره واده وکړ په وروستي ځل یې په یوه وحشتناک یا بلا یي فلم (الون) کې په کال ۲۰۱۵ کار وکړ، ترې وروسته یې واده وکړ خو له واده وروسته یې په کوم لوي فلم کې کار نه دی کړی او نه هم موقع ورکړل شوې.
به رسنیو کې د نوموړې په تړاؤ ویل کېدل دا چې په لویه پرده باندې ورته د کار کولو موقع برابره نه شوه نو ممکن همدا لامل وي چې ډېر وخت راهیسې له فلمونو لرې وه او اوس یې کوچني سکرین یا ټلویزیون ته د راتګ خبرونه خپریږي.
دمعلوماتو له مخې دا ځل به د یوه پروګرام کوربتوب د دغې فلم لوبغاړې په غاړه وي، د پروګرام په تړاو ویل شوي چې د امریکایې ټلویزیوني پروګرام (man enough) په څېر به په هندي ژبه وړاندې کیږی.
ویل کیږی په دغه پروګرام کې به مشهورو شخصیاتو ته بلنه ورکول کیږي او ترې به د هغه د شخصي ژوند او د هغه په ژوند کې پېښې شویو جنسي پېښو او ځینې نورې اړونده پوښتنې کیږي.
د دې سربېره به بیپاشه باسو به د خپلو راغلو مېلمنو سره په ټولنیزو موضوعاتو هم بحث کوي، په هغه موضوعاتو به هم خبرې کوي چې کوم خلک په ښکاره ډول په خپلو منځو کې نشي بحث کولی.
نوموړې ویلي، دا د ټلویزیوني خپرونې د مخته وړلو غوره وخت دی، خو تر اوسه د دغه پروګرام نوم هم دی په ډاګه شوی.
اټکل دی چې دغه شو به راتلوونکي کال په نيمایي کې خپره شي.