د باغي۳ فلم د ریلیز نېټه په ډاګه شوه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د هندوستانۍ سېنما د ځوان ستوري ټائیګر شروف د کامیاب فلم سیریز (باغي) د دريېمې برخې د ریلیز نېټه هم په ډاګه شوه.
د دغه فلم د نېټې په ډاګه کېدو سره د باغي۳ فلم د جوړېدو خبره هم یقیني شوه.
ټائیګر شروف یو له هغه اداکارانو دی چې په ډېر کم وخت کې یې په فلمي نړۍ کې د ځان لپاره یوه خاص ځای پيدا کړاو د دغه فلم ستوري اداکاري او هڅه هم د ډېرو له لوري ستایل شوې.
په باغي ټو فلم کې د دغه فلم لوبغاړي ښې اداکارۍ صفتونه د ډېرو په زړو او په خولو دي، خو د اکشي کمار او هریتهک روشن په شمول یو شمېر فلم ستورو یې تعریف په خپل زړه کې ونه شو ساتلی.
د شروف د باغي ټو فلم د هندوستان په باکس افس کې یوه کامیابو فلمونو وه او تر ۱۰۰ کروړه زیاتې پیسې یې وګټلې، دا د ټائیګر لومړی فلم وه چې دومره ګټه یې وکړه او کامیاب ثابت شو، خو کله چې فلم جوړونکو د دغه فلم کامیابي ولیدله نو هماغه وخت یې د (باغي3) فلم د جوړولو نیت وکړ.
د بالیوډ شنونکی کارترن ادارش د ټولنیزو رسنیو په ویبپاڼې ټوئټر کې په یوه ټوئټ کې د باغي فلم د دريېمې برخې لومړی پوسټر او ریلیز نېټه په ډاګه کړې او ورسره یې لیکلي چې (هغه بېرته راوګرځېده)، په داسې حال کې چې د ساجد ناډیاډ ولا فلم سریز د تېرو برخو په څېر به د باغي۳ فلم هم د احمد خان د لارښوونې لاندې جوړ شي.
تېره ورځ داسې راپورونه خپاره شوي وه چې د باغي فلم سیریز ډلې د دغه فلم د مرکزې رول د نجلۍ لپاره د بالیوډ د کشري نواب سیف علي خان لور سارا علي خان غوره کړې او ورته یې په دغه فلم کې د کار کولو وړاندیز کړی.
تر اوسه په دې تړاؤ چې سارا علي خان په باغی۳ فلم کې د کار کولو وړاندیز د منلو او ردولو په اړه څه نه دي ویلي، خو نوموړې ته د لومړي ځل لپاره یوې لویې پروژې فلم کې د کار وړاندیز کیږي نو زیات امکان دی چې ویې مني.
سارا علي خان د سیف علي خان لور ده چې په وروستیو کې هندوستان سېنما کې د خپل لومړي فلم د ریلیز سره سم د مینوالو زړونه وګټل او یوه کامیابه فلم ستورې ثابته شوه.
ټاکل شوې دغه فلم د ۲۰۲۰ ميلادي کال د مارچ میاشتې په ۶ نېته بازار ته راووځي.