- لیکنه: پوهنمل الهام الدین صافی
یو چا نقل کاوه چې په تیر نزدي وختونو کې په جرمني کې نړیواله غونډه دایره شوي وه. د ګاونډیو هیوادونو او نړیوالو موسساتو استازي هم موجود وو. هر استازي په ډیر ښه انداز، جرائت او بهرنې ستراتیژیک سیاست په رڼا کې د خپل هیواد موقف څرګنداوه. کله چې د افغانستان د استازي وخت راورسید، غږ شو چې محترم حضور نه لري. د افغانستان څخه د یو خارجې موسسې نمايینده خبري وکړي او د خپلي موسسې کړنو ته یې اشاره وکړه او بس!! داسې نه چې د افغانستان سفارت ته به د غونډې په هکله دعوت نه وو وکړل شوی بلکي ټولو ته معلومه شوه چې غوا توره او شیدې سپینې دي. دا خو یې موش نمونه خروار وو.
ددې نقطو وراخوا چې د بهرنیو چارو وزارت لپاره د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد جنیف اتمر نومول شوی دی. خو په دې حساس وخت کې د نوموړي دا اعلان چې ( د بهرنیو چارو وزارت کې به د نړیوالي اجماع د همکاري د لاس ته راوړلو لپاره هڅې زیاتې کړم) یو ښه خبر دی. څرنګه چې د اسلامي هیوادونو اجماع د نړیوالې اجماع یوه برخه ده چې یو اړخ یې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان دی. د دغه سازمان پریکړی او په کې د ځینې هیوادونو د علمی مراکزو فتواګانې د جنګ او صلح لپاره يوه نسخه کڼل کیږي، خو بدبختانه چې هیواد مو تل په دې سازمان کې د یو مسلمان هیواد په توګه غښتلی رول لا څه چې یو ناکام رول لوبولی دی. ددې خبري ثبوت په دې کې دی چې هیواد مو تر ډیره حده د اسلامی هیوادونو د همکاري په سازمان کې په ښه ډول د يو اسلامي هیواد په توګه استازيتوب نه دی کړي او ټولي هغه قربانیانې چې مو د یو اسلامي هیواد په صفت د اسلامي نړي لپاره د روس خلاف ورکړي دې ګټې یې بل هیواد په خیټه کې اچولي دي، او برعکس نوموړي هیواد مو د یو اسلامي هیواد په نوم د فرصت څخه په استفاده ټول کريډیت په خپل نوم کړی دی، په دې اساس په سیاست کې د منافق کلمه چې زمونږ په سیاسې ادبیاتو کې شتون لري په نوره نړه کې د تکتیکي حرکاتو په مانا ده.
له بلې خوا دغه هیواد د هغه افغاني شهیدانو، کونډو او یتیمانو، مهاجرتونو او قربانیو لوحه چې د اسلامې هیوادونو په اجلاس کې یې پرې د خپل هیواد لپاره کريډیت واخیست، په ملل متحد کې د مهاجرو د پاللو او په کفري نړي کې د کمونیزم اډیالوجې (روس) د ټغر د ټولولو د هیرو (اداکار) په نوم خپلې ګټې وکړي.
دا هغه وخت وو چې مونږ لا په کورنې جنګ اخته او لکه د اوس په څیر د چوکیو په ویش نه جوړیدو، نه د دین شو نه د سادین!
اوس دغه چیلینج یو ځل بیا مخي ته راغلی دی، لکه د تیر په څیر باید خپله اتلس کال قربانې او زیانونه ( هم طالبانو ته او هم حکومت ته) نورو لپاره ګټه او فرصت ونه ګرځوو. د بهرنیو چارو وزارت دې په ډیره هوښياري او ستراتیژیک حرکت سره په ټول مهمو ځايونو کې د کار او هوښیارو خلکو څخه استفاده وکړي، د اسلامې هیوادونو د همکاریو د سازمان او د هر اسلامې هیواد لپاره جدا جدا باید د ملګرتیا، اسلامي ورورګلوي ستراتیژیک پلان جوړ کړي، دا په دې مانا چې مونږ د اسلامي نړي یوه عضوه او بیا نه غواړو چې د بل د فتوا قربانې شوی. نو په کار ده چې:
اول: د یو اسلامي هیواد په څیر د اسلامې نړي د همکاریو په سازمان کې خپل رغنده موفق ثابت او ستراتیژیک ملګري ولرو او همدارنګه د کفري نړي سره د ستراتیژیکو توافقنامو په اساس چې ملي ګټې مو زیانمني نه شي حرکت وکړو.
دوهم: د بهرنیو چارو وزارت باید له سره د هیواد په سفارتونو، قونسلګریو، او نماينده ګیو تجدید نظر وکړي، او ټولو نړیوالو سازمانونو ته داسي نماينده ګان معرفي کړي د خبرو کولو ستره توانایې، ډیپلوماټیکو حرکاتو د کارولو فن او اثر اچوونکی رول ولوبولاې شي.
دریم: د بهرنو چارو وزارت ته لازمه ده، د هیواد د ستراتیژیک لید لوري په رڼا کې د اسلامې هیوادونو د سازمان ډیسک دومره خلیق او واکدار کړي چې په راتلونکې کې د یو اسلامې مرکز په څیر په اسلامې مسایلو کې د فتوا ورکول ځانګړی صلاحت ولرو.
څلورم: د افغان سولې لپاره د اسلامې هیوادونو او د همکاریو سازمان څخه په استفاده داسې یو کړۍ رامنځ ته کړي چې د نړیوالي اجماع او د افغان حکومت موقف لاقوي کړي.
پنځم: لکه څرنګه چې مډیا د یو هیواد ژبه ګڼل کیږي، په دې اساس افغانستان کولاې شي چې د یو نړيوالي معیاري مډیایي شبکي رامنځ ته کولو په مرسته د بهرنیو چارو وزارت په چوکاټ کې خپل حضور په نړیواله سطحه څرګند کړي.
اوسني نړیوال سیاست کې هیڅ هیواد بربڼد سیاست نه لري. په ځانګړي ډول هغه هیوادونه چې اقتصادي حالت یې په بل تکیه لري. په دې اساس لازمه نه ده چې د نړې د یوې برخې سره په ملګرتیا بل د لاسه ورکړو. دلته دا خبره د یادولو وړ ده چې د خپل هیواد اصلیت ( اسلامي هیواد) په نظر کې نیولو سره د اسلامي هیوادونو په هر ډول جوړښت کې (همکاریو سازمان، نړیوال مسايل، اسلامي ورورګلوي) خپل رول په اسانې (خو زیرکتیا او علم) سره لوبولاې شو، خو دا کار په بل ردیف (ناټو، غیر اسلامې هیوادونه) کې په ډیره سختې سره لوبول کیږي چې ښه مثال یې د ترکیې هیواد دی.