افغانستان د ایرلینډ په وړاندي؛ یوازي ۹ ورځي وروسته!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ټاکل سوې راتلونکې مارچ میاشت کي افغانستا او ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلي د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ ترسره کړي.
دا لړۍ د افغانستان په کوربتوب د هند هیواد لکنو ښار په ګریټر نویډا کرکیټ لوبغالي کي ترسره کیږي.
افغان لوبډله دې سیالیو ته د ښه چمتوالي په موخه وار له مخي هند ته تللې او هتله ئې تمرنیاتي کمپ څو ورځي مخکي لا پيل کړی.

افغان او ایرلینډۍ لوبډلو یادو شل آوریزه سیالیو ته خپلي لوبډلي اعلان کړي دي.
افغان کرکیټ بورډ د ایرلینډ په وړاندي دا لوبډله اعلان کړې ده.
اصغر افغان لوبډلمشر، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، نجیب الله ځدران، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان مرستیال لوبډلمشر، نوین الحق، شاپور ځدران، مجیب الرحمن، قیس احمد، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری او عثمان غني.

د افغانستان په وړاندي ایرلینډ کرکیټ بورډ بیا دا ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه:
آنډریو بالبرني لوبډلمشر، ګریټ ډیلاني، جورج ډوکریل، شین ګیټکټ، جوش لیټل، باري مکرټي، کیون اُبراین، بایډ رینکین، سیمي سینګ، پاول سټرلینګ، هیري ټیکټور، لورکان ټوکیر، ګیري ویلسون او کریک یانګ.

د یادولو وړ ده، چي افغان او ایرلینډ لوبډله به لومړۍ شل آوریزه لوبه د مارچ میاشتي په ۶مه، دوهمه شل آوریزه لوبه به د مارچ میاشتي په ۸مه او درېیمه شل آوریزه لوبه به بیا د مارچ میاشتي په ۱۰مه نېټه ترسره کیږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.