سمیع الله درانی
د بنګله دېش پر وړاندې ستر بري افغانستان د ټېسټ لوبو په ریکارډ کې د نړۍ له ځواکمنې لوبډلې اسټرالیا سره مساوي کړ.
له دې وړاندې اسټرالیا په کمو لوبو کې دوه لوبې ګټلې وې او اوس افغان لوبډلې دا ریکارډ په خپل نوم کړ او یواځې په درې لوبو کې یې د دوه بریاوو ستر ریکارډ وګاټه.
اسټرالیا هم په لومړیو کې په درې ټېسټ لوبو کې دوه ګټلې وې او افغانستان هم دا کارنامه د ټېسټ لوبو په تاریخي کتاب کې ثبت کړه.
افغان لوبډلمشر راشدخان د بنګله دېش د وروستۍ وېکټې په پورته کولو سره د بریا لاسونه هسک کړل او په چاټوګرام سیمه کې یې بری ونمانځه.
د هندوستان ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د بنګله دېش پر وړاندې په ۲۲۴ منډو بریا افغانستان د ټېسټ لوبو یو بل بریالي نوملړ ته ور داخل کړ.
دې ورځپاڼې لیکلي د افغانستان ډاډمنه بریا څو ځله باران وګواښله؛ خو بنګله دېش باران هم خلاص نه کړ او بالاخره یې په خپل کورکې ستره ماته تجربه کړه.
افغان لوبډلې په درې ټېسټ لوبو کې په دوو بریاوو سره د کرکټ نړۍ حېرانه کړه او له اسټرالیا سره یې ځان په ریکارډ کې سیال کړ.
له دې وړاندې افغان لوبډلې ایرلېنډ ته په تاریخي ماتې سره ریکارډ جوړ کړی و او اوس یې د بنګلادېش خلاف هم په یو ستر ریکارډ کې نوم ثبت کړ.
د نورو لوبډلو لومړنۍ ټېسټ لوبې او ګټل یې
اسټرالیا په درې لوبو کې دوه ګټلې وې او لومړنۍ لوبډله وه، چې دا ریکارډ یې جوړ کړی و، انګلستان په ۴ لوبوکې دوه ګټلې وې، پاکستان په ۹ لوبو کې دوه ګټلې وې، هندوستان په ۳۰ لوبو کې، نیوزیلېنډ ۵۵ لوبو کې او بنګله دېش خپل شپېتمه لوبه هم وبایلله، بنګله دېش په ۶۰ لوبوکې یواځې دوهمه ټېسټ لوبه ګټلې وه او بس.
که دې لېست ته وګورو افغانستان او اسټرالیا د نړۍ په کچه هغه دوه لوبډلې دي، چې ژر یې دوه لوبې ګټلي دي او ریکارډونه یې جوړکړي دي.
دا د افغان ملت لپاره د کرکټ په ډګر کې د ستر ویاړ خبره ده.