د ایفا ایوارډونه: غوره جایزه د سري دیوي په نوم؛ ریکا له شل کلن ځنډ وروسته پر سټیج هنرنمايي وکړه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د هندوستان د فلمي جایزو د مشهورو مراسمو ایفا ایوارډ په سږني محفل کې د بالیوډ خانانو ګډون نه و کړې، خو د رسنیو د راپورونو له مخې دا مراسم سږ کال بیا هم د پخوا په څیر ځانګړې او شانداراه ترسره شول.
د ایفا د ایوارډونو د ۲۰۱۸ م کال شاندار مراسم بنکاک کې ترسره شول. په دې مراسمو کې سری دیوې ته چې څو میاشتې مخکې ناڅاپي توګه مړه شوه، د غوره اکټرې ایوارډ ورکړل شو. نوموړې ته دا ایوارډ ” مام “ یا ” مور “ فلم کې چې ۲۰۱۷ م کال کې خپور شوی و د هغې د بهترین کار له کبله ورکړل شوه او نوموړې میړه دا جایزه واخیسته.
په همدې فلم کې له سري دیوي سره د یوځای کار کولو له کبله نوازالدین صدیقي ته د بهترین مرستیال اداکار جایزه ورکړل شوه.

د ویدیا بالن ’تمہاری سلو‘ فلم د بهترین فلم جایزه ورکړل شوه.
عرفان خان ته چې دا مهال د ناروغۍ پر بستر پروت دی، په ”هندي میډیم فلم“ کې د کار کولو له کبله د بهترین نارینه ادکاره ایوارډ ورکړل شو. او د همدې فلم جوړونکي ساکت چوهدري ته بیا د بهترین ډایرکټر ایوارډا ورکړل شو.

عرفان خان ته په هندي میډیم کې د کار کولو له مبله د غوره اکټر جایزه ورړل شوه.

د بالیوډ نامتو اداکار انوپم خیر ته د اوږدې مودې راهېسې هندي سینما کې د کار کولو له کبله د درناوي ایوارډ په همدې مراسمو کې ورکړل شو.
ریکا له شل کلن ځنډ وروسته پر سټیج
د ایفا ایوارډ په سږنیو مراسمو کې هندي اداکارانو پر ستیج بهترینې نندارې او هنرنمايي وکړې چې په کې د ۶۳ کلنې ریکا هنرنمايئ تر ټولو زیات پام ورواړوو.


د هندي سینما افسانوي ممثلې ریکا چې اوس ۶۳ کلنه ده، شل کاله وروسته د لومړي ځل لپاره په دې مراسمو کې پر سټیج هنرنمايي وکړه چې په مراسمو کې د راټولو شویو نندارچیانو له خوا یې تود هرکلی وشو.
ریکا په دې مراسمو کې د ” مقدر کا سکندر“ فلم چې په ۱۹۷۸کې خپور شوی د مشهورې سندرې ” سلام عشق “ او په ۱۹۸۱ کې د خپاره شوي فلم ” امر و جان “ ”دل چیز کیا ہے آپ میری جان لیجیئے“ سره نڅا وکړه او خپل ګڼ مینه وال یې حیران کړل.
پر دې سربیره ریکا په ۱۹۶۰ م کال کې د خپور شوي شاهکار هندي فلم ” مغل اعظم “ د ’جب پیار کیا تو ڈرنا کیا‘ سندرې سره په نڅا هم د ډیرو زړونه وګټل.

پر ریکا سربیره د ایفا ایوارډونو په سږنیو مراسمو ورن دهون، کارتک ارین، بوبي دیول، یولیا ونټور، شردها کپور، رنبیر کپور، ارجن کپور او کریتي سنن هم پر سټیج بهترینې هنرنمایئ وړاندې کړې.

د ایفا ایوارډونو په سږنیو مراسمو کې ډیر نامتو اداکاران غیر حاضر وو. د بالیوډ پر خانانو سربیره چې سږنیو مراسمو کې نه ښکاریدل، رنویر سینګ، ډیپکا پاډکون، کترینه کیف، سونم کپور، کرینه کپور، پرینکا چوپړا، شاهد کپور، واني کپور او ګڼ نور نامتو ستوري هم چې د تیر کال مراسمو کې یې ګډون کړی وو په سږنیو مراسمو کې نه وو.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.