له راتلونکې نړیوال جام وروسته، د یو شمیر نړیوالو لوبغاړو استعفا

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د کرکټ ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام سیالۍ، چې د راتلونکې مۍ میاشتې په وروستۍ نېټه په انګلستان کې پيل کیږي؛ پکې ۱۰ لوبډلې ګډون کوي.

په دغه نړیوال جام سیالیو کې به دا ځل یوه مهمه خبره دا وي، چې د نړیوال کرکټ یو شمیر مشهوره څهرې به د کرکټ عملي ډګر د لوبیدو سره مخه ښه کوي او ښايي، چې تر یو څه مودې پورې د دغه لوبغاړو نشتون نړیوال کرکټ کم رنګه کړي.

 څوک به وي  ؟

هغه لوبغاړي، چې په راتلونکي نړیوال جام کې یې د مخه ښې خبرې کیږي، یو له هغوي څخه د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ په تاریخ کې کامیابه لوبډلمشر، چې اوس هم له دغه لوبډلې سره ملګری دی، «مهیندر سینګ ډوهني» دي.

ډوهني د کرکټ په ډګر کې هغه لوبغاړی دی، چې بې شمیره مینه وال لري او د نړیوال کرکټ څخه تګ به یې مینه والو ته یو سخت خبر وي، ځکه چې نوموړی د لوبې یو ځانګړی انداز لري او مینه وال یې ډیر کله خوشحاله ساتلي دي.

ویل کیږي د ډوهني ترڅنګ ښايي یوراج سینګ، سوریش راینا، هربجن سینګ همپه دغه جام سیالیو کې تقاعد اعلان کړي، خو بلخوا داسې نه لیدل کیږي، چې په اوسني وخت کې دې دغه لوبغاړي په هندۍ لوبډله کې ځای خپل کړي.

 د هندوستان ترڅنګ د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر شعیب ملک، چې په موجوده وخت کې پرې هم په پاکستانۍ لوبډله کې حساب کیږي، په راتلونکي نړیوال جام سیالیو کې د خپل تقاعد خبر ورکړی دی او ورسره ښايي چپ لاسی تیز بالر سهیل تنویر هم دغه کړنه ترسره کړي.

  د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې څخه د راس ټایلر، تیم سودي، مارټین ګوپټیل خبر ورکړل شوی دی، خو بلخوا د جنوبي افریقا لوبډلې څخه ای بي ډيویلیرز، چې د نړیوال کرکټ څخه یې لا د وړاندې استعفاء اعلان کړې وه، بیرته راګرځیدونکی دی او په دغه جام کې به د نړیوال کرکټ سره مخه ښه کوي او هم ورسره د هاشم املا، تیز بالر ډیل سټین د استعفاء خبرې کیږي.

 د کرکټ نړیوالو ویب پاڼو او یوټیب چینل د معلوماتو له مخې په نورو لوبغاړو کې د بنګله دیش لوبډلمشر مشرفي مرتضی، شاکیب الحسن، محمد الله؛ له سریلنکايي لوبډلې څخه تیز بالر لاسیت ملینګا، نوان کولیسکرا، انجلا میتیوس؛ انګلستانۍ لوبډلې څخه سټوارټ براډ، ویسټ انډیزۍ لوبډلې څخه د شپږیزو پاچا کریس ګیل، ډواین براوو او نورو پیاوړو لوبغاړو د کرکټ پريښودو خبرې شوې دي، چې د دغه لوبغاړو په تګ سره نړیوال کرکټ ښآيي تر ډیره وخته پورې بې خونده شي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله هم شامله ده او ویل کیږي د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي کریم صادق هم په دغه جام سیالیو کې د نړیوال کرکټ څخه د تقاعد اخیستو خبر ورکړی دی، خو نوموړی اوس مهال د ملي لوبډلې سره نه دی مل.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.