د زِمبابوې او افغانستان لوبو ته د افغانانو غبرګون

سپینه تجريدي ډیزاین

کرکټ بورډ اعلان کړی، چې راتلونکې مارچ میاشت کې له زِمبابوې سره دوه ټېسټ او درې شل اوریزې لوبې کوي.
دوی د چهارشنبې په ورځ د فبروري په ۴ مه د لوبو د سپانسر لپاره هم په خپله رسمي فیسبوک پاڼه اعلان کړی، چې که کوم شرکت یا سوداګر دلچسپي لري، چې د افغانستان او زِمبابوې لوبلړۍ سپانسر کړي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه کرکټ بورډ ته وسپاري.
دغه پوسټ ته د چهارشنبې تر مازیګره نږدې ۴ سوه کمېنټونه شوي دي او ټولو ویلي، چې له زِمبابوې او ایرلېنډ پرته نورې لوبډلې نشته، چې لوبې ورسره برابرې شي.

غبرګونونه

اوښکه امېل وایي؛ خلک مو ځان پورې وخندول.
حمیدالله داودزي لیکلي، څوګ خدای وهلي چې د زمبابوې لوبې سپانسر کړي.
کامران احمدزی د مسخرې په ډول  لیکلي، که د ملي سپورټ لوګو نه پرېږدئ زه یې سپانسر کوم.
فرشتې امېل لیکلي، هر سیریز کي جلا جلا مالي ملاتړی په تندر ووهئ  یو دایمي ملاتړی پیدا کړئ، څه به هر سیریز کې سوالونه کوئ، پدی دومره کلونو کی تاسو یو دایمی مالي ملاتړی پیدا نکړو.
سیف الله حیات؛ تاسو خو نه خفه کیږئ نور مجبور یم چې د زیمبابوې لوبډلې لوبغاړو ته ووایم چې نور مو زمونږ له لوبغاړو سره ونه وینم.
داسې ډېر نور کمېنټونه منفي دي او د کرکټ بورډ لخوا یې د اعلان ورکولو باندې غبرګونونه ښودلي دي.

افغان لوبډله باید له چا سره لوبې ولري؟

مونږ له تېرو ۶ یا اووه کلونو راهیسې له دوهمه درج لوبډلو سره لوبېږو، چې په دې کې مو ډېرې لوبې له زِمبابوې او ایرلېنډ سره کړي دي.
له ایرلېنډ سره د افغانستان د یو ورځنیو لوبو شمېر ۳۰ ته رسېدلی دی، ۱۵ لوبې افغانستان، دولس ایرلېنډ ګټلي او درې لوبې بې پایلې یا هم ټای شوي دي.
همدارنګه له زِمبابوې سره هم د لوبو شمېر له شلو اوړي.
دې لوبډلو ته ډېری وخت افغان لوبغاړو ماتې ورکړي دي او بری یې حاصل کړی دی.
له دې امله له افغان کرکټ لوبو سره د هېوادوالو شوق او ذوق هم کم شوی دی او ډېر خلک دغه لوبې نه ګوري او یا یې هم لېوالتیا کمه شوې ده.
افغان کرکټ مینوال وایي کرکټ بورډ دې، لارې چارې په کار واچوي، ترڅو له پاکستان، هندوستان، اسټرالیا، ویسټ انډیز، بنګله دېش، انګلستان، نیوزیلېنډ، سریلانکا او افریقا سره لوبې ونیسي.
ځکه افغان لوبډله اوس فول مېمبر  ده او کولای شي ښه فایټ یا مقابله وکړي.
افغان کرکټ مینوال دا هم وایي، خېر که افغان لوبډله اوس له لوړو لوبډلو لوبې ونه ګټي، چمتو به شي او مرال کې به یې د پام وړ ښه والی راشي.
خو له لوړو لوبډلو سره د افغان لوبډلې د لوبو برخه کې یوه وېره هم شته، لومړۍ وېره دا ده، چې د افغان لوبډلې لوبو بایللو سره یې رېنکېنګ یا درجه بندۍ کې فرق راځي او په سټېج کې شاته کېدای شي.
Image result for afghanaista vs zimbabwe
اوسمهال افغان لوبډله په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې لسم ده، همدارنګه په شل اوریزو لوبو کې هم وروسته ده، که له لویو لوبډلو سره لوبلړۍ ولري او وې یې بایلي، بیا یوولسم او دولسم ځای ته ځي او کېدای شي له نړیوالو جامونو لوبډله پاتې شي.

د کرکټ بورډ ځواب

لوبې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا ترتیب شوي دي او د افغانستان د راتلونکو لوبو مهالوېش له کرکټ نړیوالې شورا سره دی، افغان کرکټ بورډ تر ډېره په دې سیریزونو کې رول نه لري.
د ۲۰۲۰ او ۲۱ کلونو لپاره افغانستان ته د کرکټ نړیوالې شورا لخوا ډېرې لوبې ورکړل شوې وې، خو لوبې د کرونا ویروس له امله کمې شوې.
اوس چې لوبو ته اجازه ورکړل شوې ده، نو د روان کال په اوږدو کې به افغان لوبډله له لوړو لوبډلو سره هم لوبې ولري.
تر ۲۰۲۳ کال پورې به افغان لوبډله د نړۍ له نږدې ټولو فول مېمبر لوبډلو سره لوبې ولري.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.