دویم پړاو ته د کلکتې او حیدراباد تګ او مقابله

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د هندوستان سوداګریزې کرکټ لوبې اته ورځې وروسته پایته رسېږي.
په دې لوبو کې درې لوبډلې له سیالیو بهر شوي، پنجاب، چینای او راجستان هغه لوبډلې دي، چې له لوبو بهر شوې؛ خو پاتې پنځه لوبډلو کې د حیدراباد او کلکتې تګ یو څه له ننګونو ډک دی.
په پاتې پنځه لوبډلو کې ممبيي کرکټ لوبډلې دویم پړاو ته غوراوی یا کوالیفای کړې ده، ورسره د بنګلور، ډیلي لوبډلې هم دویم پړاو کې نږدې دي، ځکه نومرې یې ۱۴ دي، خو دا چې نېټ رن رېټ یې منفي دی، نو لږ څه خطر کې دي.
که بنګلور او ډیلي لوبډلو کې نن لوبه یوه لوبډله وګټي، ګټونکې لوبډله مستقیما پلی اف لوبو ته ځي او بایلونکې لوبډله به له کلکتې لوبډلې سره په نېټ رن رېټ حساب کوي.
خو سبا د سه شنبې په ورځ د نومبر په ۳ یمه د حیدراباد لپاره د لوبې ګټل خورا حیاتي رول لري، که  حیدراباد لوبه وګټي او ممبيي ته ماته ورکړي، حیدراباد سیده کوالیفای کوي او پلی اف پړاو ته داخلېږي.
خو که حیدراباد لوبه وبایلي، له دویم پړاو څخه پاتې کېږي، پر ځای به یې ډیلي، کلکته او بنګلور پلی اف ته ولاړې شي.
کلکته به دعا کوي، چې حیدراباد د ممبيي پر وړاندې ماته شي، بنګلور او دیلي به بیا د حیدراباد د بري لپاره دعاوې کوي.

د لوبډلو نومرې او نېټ رن رېټ

ممبيي ۱۳ لوبې کړي، ۹ یې ګټلي ۱۸ نورې لري او نېټ رن رېټ یې مثبت یو اعشاریه ۲۹۶ دی.
بنګلور ۷ لوبې ګټلي، ۱۳ لوبې یې کړي، ۱۴ نومرې لري او نېټ رن رېټ یې منفي صفر اعشاریه ۱۴۵ دی.
ډیلي لوبډلې هم ۱۳ لوبو کې ۷ ګټلي او ۱۴ نومرې لري، نېټ رن رېټ یې منفي صفر اعشاریه ۱۵۹ دی.
د کلکتې لوبډلې په ۱۴ لوبو کې ۷ ګټلي او ۱۴ نومرې لري، نېټ رن رېټ یې منفي صفر ۲۱۴ دی.
حیدراباد کرکټ لوبډلې په ۱۳ لوبو کې ۶ ګټلي، ۱۲ نومرې لري، خو نېټ رن رېټ یې مثبت صفر اعشاریه ۵۵۵ دی.
کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې ۱۲ نومرې لري، ۶ لوبې یې ګټلي دي، نېټ رن رېټ یې منفي صفر اعشاریه ۱۶۲ دی.
چینای سوپر کېنګز کرکټ لوبډلې ۶ لوبې ګټلي، ۱۲ نومرې لري او نېټ رن رېټ یې منفي صفر اعشاریه ۴۵۵ دی.
راجستان ۱۲ نومرې لري، ۶ لوبې یې ګټلي او نېټ رن رېټ یې منفي صفر اعشاریه ۵۶۹ دی.
د یکشنبې په ورځ د نومبر په لومړۍ نېټه چینای سوپر کېنګز کرکټ لوبډلې پنجاب ته په ۹ وېکټو ماته ورکړه، پنجاب او چینای دواړه لوبډلې له سیالیو بهر شوې.
ورپسې لوبه کې کلکتې لوبډلې راجستان ته په ۶۰ منډو ماته ورکړه او راجستان لوبډله هم له سیالیو بهر شوه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.