د حضرت الله ځاځي مینه‌والو ته ښه زېری

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
سپورټ یاران

د کرکټ نړیوالې شورا د چهارشنبې پر ورځ د شل اوریزو لوبو درجه‌بندي خپره کړه.
په دې درجه‌بندۍ کې راشدخان، محمدنبي عیسی خېل او مجیب الرحمن په خپلو ځایونو پاتې شوي، خو حضرت الله ځاځی یو قدم مخکې راغلی.
راشدخان د توپ اچوونکو په لړ کې د ۷۳۶ نومرو په لرلو سره لومړي مقام کې دی.
مجیب الرحمن د ۷۳۰ نومرو په لرلو سره دویم مقام کې دی، اسټرالیایي اشټن اګر د ۷۰۶ نومرو په لرلو سره درېیم ځای نیولی دی.
د شل اوریزو لوبو په الراونډرانو کې محمدنبي عیسی خېل د ۲۹۴ نومرو په لرلو سره لومړي مقام کې دی.
ګلېن مکسوېل د ۲۲۰ نومرو په درلودلو سره دویم او د زِمبابوې شین ویلیمس د ۲۱۳ نومرو په اخیستلو سره درېیم ځای نیولی دی.

د شل اوریزو لوبو توپوهونکی/ درجه‌بندي

د شل اوریزو لوبو په درجه‌بندۍ کې د لومړي مقام تاج له بابر اعظم څخه انګلستاني ډېوېډ مېلن واخیست.
مېلن د اسټرالیا خلاف لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ۶۶ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې واخیسته.
هغه اوس ۸۷۷ نومرې لري او لومړی مقام یې واخیست.
بابراعظم د ۸۶۹ نومرو په لرلو سره دویم شو.
ایرون فېنچ د ۸۳۰ نومرو په لرلو سره درېیم دی.
حضرت الله ځاځی چې تر سه شنبې پورې اتم نمبر و، اوس اووم مقام ته رامخکې شوی.

د یو ورځنیو لوبو الراونډران

محمدنبي عیسی خېل د ۳۰۱ نومرو په لرلو سره لومړی دی؛ بین سټوکس د ۲۸۵ نومرو په لرلو سره دویم؛ عماد وسیم د ۲۷۸ نومرو په لرلو سره درېیم او راشدخان د ۲۵۳ نومرو په اخیستلو سره شپږم ځای خپل کړی.

د یو ورځنیو لوبو توپ اچوونکي

ټرېنټ بولټ ۷۲۲ نومرې لومړی مقام، بومرا ۷۱۹ دویم، مجیب الرحمن ۷۰۱ درېیم ځای او راشدخان ۶۳۰ نومرې لري او نهم ځای یې نیولی دی.
افغان کرکټ لوبډله په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې لسم ځای کې ده او د ټېسټ لوبو درجه‌بندۍ په لس لوبډلو کې یې نوم نشته.
Screenshot_2020-09-09-13-45-22-47.pngScreenshot_2020-09-09-13-45-11-92.png
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.