په سي پي کې د دریو افغان لوبغاړو لوبډله پایلوبې ته ورسېده

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
سپورټ یاران

د سي پي اېل سوداګریزې کرکټ لوبې د اګسټ په اتلسمه نېټه په ویسټ انډیز کې بيل شوې دي.
د شپږ لوبډلو په منځ کې په څلورو هغو کې یې شپږ افغان لوبغاړي هم ولوبېدل.
محمد نبي، ظاهرخان او نجیب الله ځدران په سېنټ لوشیا زوکس کې اخیستل شوي، مجیب الرحمن په جمېکا ټلاواس کې، نوین الحق په ګیانا امازون کې او راشدخان په باربادوس لوبډله ولوبېدل.
د راشد خان دې لوبډله تر نیمه پایلوبو ونه رسېده او له سیالیو بهر شوه.
خو د نورو پنځه افغان لوبغاړو اړوند لوبډلې نیمه پایلوبو ته ورسېدې.
د مجیب دې اړوند لوبډله جمېکا ټلاواس په لومړۍ نیمه پایلوبه کې له ټرېنباګو نایټ رایډرز کرکټ لوبډلې سره مخ لوبه د سپټمبر په اتمه نېټه د سه شنبې په ماښام پیل شوه.
د جمېکا لوبډلې توپوهونکي د ستر هدف په اېښودلو کې ناکام شول.
دې لوبډلې په شل اورونوکې د ۷ وېکټو په نقصان سره ټولې ۱۰۷ منډې وکړې.
اکیل حسین درې وېکټې واخیستې.
ټرېنباګو لوبډلې دغه هدف په پنځلسم اوور کې د یوې وېکټې په سوځېدلو سره پوره کړ او جمېکا ټلاواس لوبډلې ته یې په ۹ وېکټو ماته ورکړه.
مجیب الرحمن یوه وېکټ ترلاسه کړه.
جمېکا لوبډله له سیالیو بهر شوه او ټرېنباګو لوبډله پایلوبې ته ولاړه.
دویمه نیمه پایلوبه؛ د نوین الحق دې اړوند لوبډلې ګیانا امازون هم په لوړ هدف جوړولو کې په بشپړ ډول پاتې راغله.
یادې لوبډلې په ۱۴ اعشاریه ۴ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۵ منډې وکړې.
محمدنبي عیسی خېل ۳ اورونو کې یو اوور مېډن کړ، شپږ منډې یې ورکړې او یوه وېکټ یې تر لاسه کړه.
ظاهرخان ۲ اعشاره ۴ اورونوکې دولس منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.
سېنټ لوشیا زوکس لوبډلې هدف په پنځم اوور کې په اوپننګ پوره کړ او ګیانا امازون لوبډله یې په لس وېکټو او ۱۵ اورونو ماته کړه.
سېنټ لوشیا زوکس لوبډله پایلوبې ته ورسېده.
د محمدنبي او پولارډ دې لوبډلو ترمنځ پایلوبه د پنجشنبې په ماښام د سپټمبر په لسمه نېټه ترسره کېږي.
د لوبډلو کارکرده ګي او د نومرو جدول
ټرېنباګو لوبډلې چې پولارډ، براوو او نرېن ورسره دي، لس لوبې کړي او لس یې ټولې ګټلي دي.
ګیانا امازون لس لوبو کې شپږ ګټلي او له سیالیو دویمه نیمه پایلوبه کې بهر شوه.
سېنټ لوشیا زوکس لس لوبو کې شپږ ګټلي او پایلوبې ته رسېدلې ده.
جمېکا ټلاواس لسو کې ۳ ګټلې وې او لومړۍ نیمه پایلوبه کې ماته شوه.
باربادوس لسو کې درې ګټلې وې او لومړي پړاو کې د راشدخان په شتون کې له سیالیو بهر شوه.
او سېنټ کېټس لوبډلې لسو لوبو کې یوه ګټلې.
ټرېنباګو دوه ځلې اتلولي ګټلې او زوکس لوبډلې تر اوسه د اتلولۍ جام نه دی هسک کړی.
FB_IMG_1599625874195.jpg
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.