هندوستان د پینځو پخوانیو لوبغاړو د لوبډلو کوربتوب پیل کړی

سپینه تجريدي ډیزاین

یاران سپورټس
په هندوستان کې د نړۍ د پینځه هغو لوبډلو لوبې پیل شوي چې تقاعد شوي زاړه لوبغاړی پکې لوبېږي.
په دغو شل اوریزو لوبو کې د هندوستان، سریلانکا، اسټرالیا، ویسټ انډیز او سویلي افریقا کرکټ لوبډلې شاملې دي.
د هندوستان لوبډله
د هندوستان کرکټ لوبډله کې سچین ټېنډولکر لوبډلمشر دی، ورېنډر سېواګ، یوراج سېنګ، اجېت اګرکر، سنجی بنګر، مناف پټېل، محمد کېف، پرګ ین اوجا، سراج بهوتول، ابي کرو وېلا، ظهیر خان، عرفان پټان او سمیر ډېګ شامل دي.
د اسټرالیا لوبډله
برېټلي لوبډلمشر، برېډ هاج، برېټ جیفز، کلاینټ مکای، جورج ګرین، جېسن کرېجزا، مارک کاس ګروف، نتن ریرډن، راب کوایني، شېن لي، ټراوېس بېرټ او زاور زاور ډوهېرټي.
د سریلانکا لوبډله
ټېلاکرټني دېلشن لوبډلمشر، چمېنده واس، پروېز معروف، مروان اټاپوټو، موتیا مورالي تارن، رنګېنا هرات، رامِش کولوېترانا، سچېترا سِنا نایکي، چمارا کپوګېدرا، تېلان توشارا، اپول چندانا او ملېنډا وارناپورا.
د سویلي افریقا کرکټ لوبډله
جانټي رودز لوبډلمشر، هرشېل ګېبز، ګرنېټ کروجر، جېک روډولف، انډریو حال، اېل بي مورکل، جان وانډر وات، لېنس کلوزنر، مارټېن وان جارسوېلډ، مورنی وان وایک، پال هرېس، روجر ټیلې ماکس او ریئن مک لېرن.
د ویسټ انډیز لوبډله
برېئن لارا لوبډلمشر، ادم سټنفورډ، کارل هوپر، ډېرین ګنګا، شېو نارین چندرپال، ریکارډو پاول، ریډلي جېکوبز، سمیول بدري، سلیمان بېن، ټېنو بېسټ، ډېنانت رام نارېن، پېډرو کولېنس او ډانزا هایټ.
د شنبې پر ورځ د مارچ په ۷مه د ویسټ انډیز او هندوستان پخوانیو یا افسانوي لوبغاړو لوبه وکړه، چې هندوستان پکې ویسټ انډیز ته د سېواګ د ۷۴ ناسوځېدلو منډو په مرسته په ۷ وېکټو ماته ورکړه.
ویسټ انډیز د چندر پال د ۶۱ منډو په مرسته ۱۵۰ منډې کړې وې.
د دې لوبو په دویمه لوبه کې د یکشنبې پر ورځ د سریلانکا لوبډلې د اسټرالیا لوبډلې ته ماتې ورکړه.
له دې لوبو موخه زړو لوبغاړو ترمنځ د لیدلو زمینه برابرول او د دوی لپاره د ورزش زمینه برابرول دي.
بله موخه پکې دا ده، چې دغه تقاعد شوي لوبغاړي په خپل وخت کې نامتو لوبغاړي تېرشوي دي او د هغو خلکو تنده خړوبوي، چې د دوی د لوبې د لیدلو په ارمان دي.
له دې لوبو اصل موخه د باامنه نړۍ جوړول دي او له جنګ څخه نفرت دی.
د مارچ په ۱۰مه د هند او سریلانکا لوبډلې لوبه کوي، د مارچ په ۱۱ ویسټ انډیز او سویلي افریقا لوبه کوي، د مارچ په ۱۳مه سریلانکا او سویلي افریقا، د مارچ په ۱۴ مه د هند او سویلي افریقا، د مارچ په ۱۶مه اسټرالیا او ویسټ انډیز، د مارچ په ۱۷مه د ویسټ انډیز او سریلانکا، د مارچ په ۱۹مه اسټرالیا او سویلي افریقا، د مارچ په ۲۰مه نېټه هند او اسټرالیا او د مارچ په ۲۲مه به مخکې لوبډلې پایلوبه وکړي.
l1.jpg
Road-safety-world-series-skippers-380_Twitter-@RSWorldseries_opt.jpg

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.