راشدخان ته د خپلې مور نصیحت !

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ليکنه: صابر حميدي
د افغانستان د کرېکټ ملې لوبډلې د تکړه لوبغاړي راشدخان ارمان مور د تیري پنجشنبې په ورځ د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شوه.
له هغه وروسته راشدخان د ټولنيزو رسنيو پر خپلو رسمي اکاونټونو ولیکل، چي مور مې د ژوند پور ادا کړ او د تل لپاره د دغه خوږ نعمت څخه بې برخې شوم.
هغه لیکلې وه:
«درنو هیوادوالو! زما مورجاني د ژوند پور ادا کړ او الله ج د تل لپاره له دغه خوږ نعمت څخه محروم کړم. الله ج دي ماته او زما کورنۍ ته د ژوند دا سختې ورځې او شپې اسانه کړي.»
پرون جمعه د راشدخان ارمان د مور جنازه په جلال اباد کې ترسره شوه.
د ملې مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه ولیکل، چې د راشدخان ارمان سره په دې لوی غم کی شریک دی.
دوه کلونه وړاندې د متحده عربي اماراتو په کوربتوب لس اووريز لیګ سیالیو کې راشدخان بوخت وو، چې هلته یې په یوې ویډيويي مرکه کې له خبریال سره د خپلي مور د مشورو او نصیحتونو په اړه خبرې کړې وې.
راشدخان ویلې وه، چي د مور سره هر وخت د کرکټ په اړه ټلیفوني خبري کوي او هغه ورته ځیني مشورې او نصیحتونه هم کوي.
په ویډیوي مرکه کې راشد خان د ۱۰ اوریزه سیالیو د بحث په جریان کې د خپلې مور یادونه کوي، چې کله دی له کور سره اړیکه نیسي، نو مور یې ورسره د نورو خبرو پر ځای د کرکټ بحث کوي او د نوموړي په خبره کله چې ښه توپ وهنه ترسره نه کړي، نو ورسره یې نه مني.
دی وايي نصیحت یې راته دا وي، چې باید په میدان کې حوصله وکړي او د غلط شاټ څخه ځان وساتي.
همدا راز راشد خان ویلي، د ۱۰ اوریزه سیالیو د بالینګ پرمهال یې د توپ اچونې په اړه ورته ویلي، چې بالونه ژر ترسره نه کړي او يو اندازه وخت ورکوي.
معلومه نده، چي د راشدخان مور کومه ناروغي لرله، خو څو ورځې مخکې راشدخان پر خپل ټویټر ولیکل، چي مور یې مریضه ده او د روغتیا لپاره یې دعاوي وکړئ.
د یادولو ده چې تېر کال د ملې لوبغاړي راشد خان پلار د ورپیښي ناروغۍ له امله وفات شوی و او سږ کال یې بیا مور بي بي هم وفات شوه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.