سبا د ښځو په نړیواله ورځ د ښځو نړیوال جام پایلوبه ترسره کیږي!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د ښځينه وو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام د تیري فیبروري میاشتي په ۲۱مه نېټه د آسټرالیا هیواد په کوربتوب د ۱۰ هیوادونو ترمنځ پيل سوی وو، چي اوس سبا د مارچ میاشتي په ۸مه نېټه ئې پایلوبه ترسره کیږي.
د مارچ ۸مه د ښځو نړیواله ورځ هم ده او په ټولو هیوادونو کي په یو لړ خاصو مراسمو سره نمانځل کیږي.
د کرکیټ نړیوالي شورا هم د یادي ورځي د ښې لمانځني په موخه د ښځینه وو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام پایلوبه د مارچ په ۸مه پلان کړې وه.
اوس به دا پایلوبه سبا یکشنبه ترسره سي.
د ښځینه وو ترمنځ د کرکیټ په نړیوال جام کي آسټرالیا، هندوستان، ویسټ انډيز، ټایلینډ، نیوزیلینډ، پاکستان، سریلانکا، انګلستان، سویلي افریقا او بنګله دېش هیوادونو ګډون کړی وو، چي له ډلي ئې کوربه آسټرالیا او هند پایلوبي ته لاره پیداکړې.

دا د ښځینه وو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام اووم پړاو دئ، چي تر دې مخکي دا جام څلور ځلي د آسټرالیا ښځو، یو ځلي د سویلي افریقا ښځو او یو ځلي بیا د انګلستان ښځو ګټلی.

اوس آسټرالیا د پنځم ځل ګټلو لپاره او هند بیا د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام د ګټلو هڅي کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.