پاکستانۍ ایمرجېنګ لوبډله د اسیا جام پایلوبې ته ورسېده.

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

سمیع الله درانی
د اسیا ایمرجېنګ جام سیالۍ چې د نومبر په ۱۴ مه نېټه په بنګله دېش کې د اته لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۲۰ مه نېټه یې لومړۍ نیمه پایلوبه د دوو سرسختو او سیالیو لوبډلو پاکستان او هندوستان ترمنځ ترسره شوه.
لوبه په شیري بنګله لوبغالي کې وشوه، پچه پاکستان وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، دې لوبډلې په پنځوس اورونوکې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د حېدر علي د ۴۳ منډو، د عمېر یوسف د ۶۶ منډو، د لوبډلمشر روحېل نظیر د ۳۵ منډو او د سیف بدر د ۴۷ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۲۶۷ منډې وکړې او هند ته یې ۲۶۸ منډې هدف ورکړ.
د هند ایمرجېنګ لوبډلې لپاره شېوم ماوي، ساوراب ډوبي او هېرېټېک شوکین دوه، دوه وېکټې ترلاسه کړې.
د هند لپاره پیلوونکو لوبغاړو مثبت پیل وکړ، لوبډلمشر او وېکټ ساتونکي شارت ۴۷ منډې وکړې او ورسره بل جوړه توپ وهونکی ارین جویال په ۱۷ منډو اوټ شو.
د هند په خاطر ون ډاون توپ وهونکي سنویر سېنګ او ورسره ټو ډاون کې ارمان جعفر ښه توپ وهنه وکړه، سنویر ۷۶ منډې وکړې بیا رن اوټ شو، ورپسې جعفر ۴۶ منډې وکړې او کېچ اوټ شو.
له دې وروسته له هندوستان څخه لوبه بې ثباته شوه او په پنځوس اورونوکې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۴ منډې وکړې او برخلیک ټاکونکې لوبه ترې پاکستان په ۳ منډو وګټله.
محمد حسنېن او سیف بدر دوه، دوه وېکټې ترلاسه کړې.
پاکستان د دې لوبې په بري سره ځان تر پایلوبې ورساوه او د شنبې په ورځ پایلوبه د دوهمې نیمه پایلوبې ګټونکې لوبډلې سره کوي.
پاکستان له سره تر پایلوبې تګ پورې څلور لوبې کړي او ټولې یې ګټلي دي.
د پنجشنبې په سهار اووه بجې بنګله دېش او افغانستان دوهمه نیمه پایلوبه پیل کړې؛ د دې لوبې ګټونکې لوبډله به پایلوبې ته ځي او پاکستان سره به هلته په اتلولۍ بخت ازمايي.

افغانستان، پاکستان، هانکانګ او عمان په الف ګروپ کې ولوبېدل، بنګله دېش، هند، نېپال او هانکانګ بې ګروپ کې ولوبېدل.
افغانستان په درې لوبوکې دوه ګټلي او یوه یې بایللې ده.
۲۰۱۸ م کال کې د دې لوبو اتلولي سریلانکا وړې وه او افغانستان پکې د نجیب الله ځدران په لوبډلمشرۍ کې ګډون کړی و.
د اسیا ایمرجېنګ جام سیالیو تاریخچه
د اسیا ایمرجېنګ جام سیالۍ لومړی ځل په ۲۰۱۳ م کال کې ترسره شوې وې، چې اتلولي یې هند ګټلې وه او پاکستان ته یې پایلوبه کې ماته ورکړې وه.
دوهم ځل په ۲۰۱۷ م کال کې ترسره شو، چې سریلانکا یې اتلولي وګټله او پاکستان ته یې پایلوبه کې ماته ورکړې وه.
دریم ځل په ۲۰۱۸ م کال کې ترسره شو، چې سریلانکا یې اتلولي وګټله او هند ته یې پایلوبه کې ماته ورکړه.
او ۲۰۱۹ م کال کې یې څلورم پړاو دی، چې د شنبې په ورځ د نومبر په ۲۳ مه نېټه به یې اتله لوبډله معلومه شي.