د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې ویلي، چې ښایي د آیپياېل لپاره د بیا پیل دروازه د روان کال په سپټمبر میاشت کې پرانیستل شي.
د سه شنبې په سهار د آیپياېل مسوولینو وویل چې د حیدراباد او ممبيي ترمنځ به لوبه ترسره شي، خو دولس بجې یې بیا وویل چې دا لوبه او د یاد لیګ پاتې ۳۱ لوبې تر نامعلومې نېټې وځنډول شوې.
خو اوس تازه د هندوستان کرکټ بورډ ویلي، چې ښایي پنځه میاشتې وروسته په دې هېواد کې د هند سوداګریزو لوبو بیا پیل ته کړکۍ پرانیستل شي.
پنځه میاشتې وروسته به آیپياېل له کومو ستونزو سره مخ شي؟
که هندوستان کې پنځه میاشتې وروسته هم د کرونا ویروس زور وي، نو دا لوبې ښایي په هند کې هېڅ ترسره نشي او کوم بل هېواد به یې کوربتو کوي.
که بیا هم یادې لوبې ترسره شي، نو بیا به د نړیوال جام او له هغې وړاندې د هند او انګلستان ترمنځ د لوبلړیو له امله د لوبغاړو له کمښت سره مخ شي.
د هند کرکټ لوبډله له انګلستان سره په اګسټ په څلورمه نېټه د انګلستان په نتېنګهم ښار کې پنځو ټېسټ لوبو لړۍ پیلوي او د سپټمبر تر لسمې نېټې به وغځېږي.
همدرانګه په همدې دور کې نیوزیلېنډ، انګلستان ته سفر لري او پاکستان هم له انګلستان سره لوبې لري.
د دغو درېیوو هېوادونو زیات لوبغاړي په آیپياېل کې لوبېږي او که د دې هېوادونو خپلې لوبې وي، نو بیا له آیپياېل څخه ستنېږي او خپلې لوبې کوي.
په دې وخت کې د آیپياېل د لوبډلو مالکان د لوبغاړو له کمښت سره مخ کېږي.
همدا چاره د پاکستان په سوداګریزو لوبو کې هم تکرار شوه او د کمو لوبغاړو د ځای ډکولو لپاره ځېنې نور افغان او بهرني لوبغاړي واخیستل شول.
د آیپياېل مشر برېجېش پټېل هم ویلي چې دوی به په سپتمبر کې هیله ولري، چې د لوبو لپاره یوه لاره ومومي او په دې اړه به د کرکټ نړیوالې شورا سره هم پلان چمتو کړي.
ځکه په اکټوبر میاشت کې نړیوال شل اوریز جام هم په هندوستان کې په پام کې دی.
که څه هم هند د نړیوال جام اصلي کوربه دی، خو د کرونا ویروس د زیاتوالي په صورت کې بیا عربي متحده امارات تیار چمتو هېوادونو کې دی.
یعنې دویم انتخاب دوبۍ، ابو ظبي او شارجه لوبغالي دي.
د پنجاب لوبډلې یو شریک نېس وادیا ویلي، چې اوس مهال د آیپياېل د ځنډولو لپاره پرځای او پر وخت پرېکړه شوې ده.