اسیا جام به وشي که نه !

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د اسیا جام په اړه د یاران ډېری لوستونکو موږ پېغامونه پرېښي، چې کله ترسره کېږي او یا هم لغوه شوی دی.

د اسیا جام په اړه تر اوسه پورې غوڅه پرېکړه نه ده شوې، چې یا دې لغوه شي او یا دې هم ترسره شي.

پاکستان ویلي چې سږ کال اسیا جام نه شي ترسره کېدای او پنځه نورو هېوادونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خپله د اسیا کرکټ شورا هم تردې دمه غوڅه پرېکړه نه ده کړې، چې دا جام دې یا لغوه شي او یا دې هم ترسره شي.

خو ګونګوسې داسې دي، چې ښایي دا جام سږ کال ترسره نشي او ۲۰۲۲ ته وځنډول شي.

۲۰۲۰ کې تمه وه چې دا جام په پاکستان کې ترسره شوی وای؛ خو د هندوستان او پاکستان د ټکر له امله یې کوربتوب سریلانکا ته ورکړل شو او ۲۰۲۱ ته ځنډول شوی و.

سږ کال دا جام په جون میاشت کې یعنې ۵۹ ورځې وروسته په سریلانکا کې پیليده؛ خو د پاکستان د مخالفت او د کرونا ویروس د پراختیا له امله ۲۰۲۲ ته د ځنډېدو په حال کې دی.

۲۰۲۰ کې نړیوال شل اوریز جام هم ترسره نشو، که څه هم اسټرالیا ورته ډېر ترتیبات نیولي وو، خو د کورونا ویروس له امله ۲۰۲۱ ته ځنډېدلی دی.

د اسیا د کرکټ شورا څه موده وړاندې پرېکړه وکړه، چې پنځلسم پړاو اسیا جام به هند کې ترسره کېږي، خو پاکستان یې مخالفت وکړ او وې یې ویل چې اسیا جام به ۲۰۲۲ ته ځنډېږي او سږ کال به نه ترسره کېږي.

د پاکستان د کرکټ بورډ د مشر احسان ماني وېنا:

« سږ کال به اسیا جام او نړیوال شل اوریزه جامونه نه ترسره کېږي، بلکې ۲۰۲۲ ته به ځنډېږې».

ښایي نوموړي له دې امله دا خبره کړې وي، چې د اسیا جام او نړیوال شل اوریز جام کوربتوب په هندوستان کې کېده او پاکستان د سیاسي ستونزو له امله له هند سره کړکېچ لري.

یا پاکستان غواړي چې په دې ډول له هند څخه غچ واخلي، ۲۰۲۰ کې د اسیا جام کوربتوب پاکستان کاوه، خو هند یې مخالفت وکړ.

اوس پاکستان د هند د کوربتوب مخالفت کوي.

نو دا هغه کیسه ده چې د وچو له زوره لامده هم سوځي.

د پاکستان او هند سیاسي کړکېچ د حکومتونو په کچه دی، خو زور یې کرکټ ته هم وتلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ کرکټ هم سیاسي شوی دی.

دواړه د یو بل مخالفت کوي، چې له امله د افغانستان او نورو هېوادونو لوبې له ستونزو سره مخ کېږي.

د اسیا جام په اړه د پاکستان او هندوستان لید لوري

که څه پاکستان له وړاندې ویلي وو، چې سږ کال اسیا جام نشي ترسره کېدای؛ خو سږ کال یې هند هم نه ترسره کوي، ځکه د هند او انګلستان لوبډلې په ټېسټ لوبو کې د تیسټ سیالیو قهرمانۍ پایلوبې ته وتلي او دواړه لوبډلې په جون میاشت کې په انګلستان کې لوبې لري او له دې وروسته هند له نیوزیلېنډ سره هم لوبلړۍ لري.

بل پلو آی پي اېل سیالیو کې هم د روانې مې میاشت په ۳۰ مه نېټه پای ته رسېږي او د اسیا جام لپاره بیا نېټه د جون لومړۍ ورځې ټاکل شوي دي.

دلته چې د اسیا جام او د هندوستان لوبې ټکر کې راځي نو اسیا جام به د هندوستان د لوبې قرباني کېږي.

بل پلو پاکستان اوس له زِمبابوې سره په لوبو بوخت دی او له انګلستان سره هم په پاکستان او هم په انګلستان کې لوبې لري؛ نو پاکستان هم نه غواړي چې د خپلو ملي او نړیوالو لوبو قرباني ورکړي او د دې لپاره اسیا جام ځنډوي او ۲۰۲۲ ته یې تاخیر کوي.

اوس له دې حالاتو معلومېږي، چې په قوي احتمال سره سږ کال اسیا جام ترسره نشي.

Asia-Cup-2021.jpg

د اسیا جام اتلولۍ

اسیا جام ۱۹۸۴ کې تاسیس شوی دی، چې څوارلس پړاوونه یې ترسره شوي دي.

لومړی پړاو هند وګاټه او سریلانکا ته یې پایلوبه کې ماته ورکړه، دویم پړاو سریلانکا وګاټه او پاکستان ته یې په ۱۹۸۶ کال کې ماته ورکړه.

۱۹۸۸ کې هند اتلولي ترلاسه کړه او سریلانکا پایلوبه کې ماته وخوړه.

۱۹۹۰ کې هم هند له سریلانکا څخه پایلوبه وګټله او درېیم ځل اتلولي یې ترلاسه کړه.

۱۹۹۵ کې بیا هند، سریلانکا ته ماته ورکړه، ۱۹۹۷ کې سریلانکا، هند ته ماته ورکړه، ۲۰۰۰ کال کې پاکستان سریلانکا ته ماته ورکړه او دا لومړی ځل و، چې پاکستان اتلولي ترلاسه کړه.

۲۰۰۴ کې یو ځل بیا سریلانکا، هند ته ماته ورکړه.

۲۰۰۸ کې سریلانکا، بیا هند ته ماته ورکړه، ۲۰۱۰ کې هند، سریلانکا ته ماته ورکړه، ۲۰۱۲ کې پاکستان، بنګله دېش ته ماته ورکړه، ۲۰۱۴ کې سریلانکا، پاکستان ته ماته ورکړه او دې کال باندې افغانستان هم ګډون کړی و، چې یوه لوبه کې یې بنګله دېش ماته ورکړې وه.

۲۰۱۶ کې هند، بنګله دېش ته پایلوبه کې ماته ورکړه او ۲۰۱۸ کې هند بیا بنګله دېش ته ماته ورکړه.

د ویکي پېډیا د معلوماتو له مخې ۲۰۲۱ کې دا جام نه ترسره کېږي او ۲۰۲۲ کې به په سریلانکا کې ترسره شي.

د اسیا جام اتلولي ۷ ځلې هندوستان، ۵ ځلې سریلانکا او ۲ ځلې پاکستان ګټلې ده.