د حیدراباد لوبډله او آی پي اېل کې یې مزل

رنګین تجريدي ډیزاین

د حیدراباد لوبډلې چې د ۲۰۱۳ کال راهیسې مثبتې لوبې پیل کړې وې؛ نو ثمره یې په ۲۰۱۶ کې په لاس ورغله او لومړی ځل اتلولي یې وګټله.

دا لوبډله تر ۲۰۱۵ کال پورې هېڅ مطرح لوبډله نه وه او مشهورتیا یې کمه وه؛ خو په ۲۰۱۵ کې یې زیات کار وکړ او بالاخره په ۲۰۱۶ کې بیخي مطرح شوه.

د حیدراباد اته کلن مزل

دې لوبډلې اته کاله لوبې کړي، چې شپږ ځلې پلی اف سیالیو ته رسېدلې ده.

په ۲۰۱۳ کې لومړي ځل لپاره پلی اف لوبو ته ورسېده، خو د مخکې تګ چانس ورته پېدا نشو، چې پایلوبې ته ولاړه شي، په ۲۰۱۴ کې یو ځل بیا پلی اف پړاو ته رسېدلې وه؛ خو بیا هم ونه توانېده، چې پایلوبې ته ولاړه شي.

۲۰۱۵ کې هم پلی اف ته ولاړه خو د مخکې تګ چانس ورته نه و.

د دې لوبډلې لپاره د پرمختګ تر ټولو ستر کال ۲۰۱۶ و، چې پکې یې اتلولي ترلاسه کړه او د وارنر په لومړي ځل لوبډلمشرۍ کې یې اتلولي خپله کړه.

په ۲۰۱۶ کې یې پایلوبه له بنګلور لوبډلې سره وه، چې یادې لوبډلې ته یې ۲۰۸ منډې هدف ورکړی و او بنګلور لوبډلې ټولې دوه سوه منډې وکړې او لوبه ترې حیدراباد په ۷ منډو وګټله.

له دې وروسته په ۲۰۱۷ کې، ۲۰۱۸، ۲۰۱۹ کې او ۲۰۲۰ کې پلی اف پړاوونو ته ورسېده، خو په ډېرو کمو توپیرونو یې ماتې وخوړې او پایلوبې ته له تګ څخه محرومه شوه.

نارنجي خولۍ

د دې لوبډلې لوبغاړو شېکردوان، کېن ویلیمسن او ورسره ډېوېډ وارنر څلور ځلې د زیاتو منډو جوړولو نارنجي خولۍ پر سر اېښې ده.

همدارنګه د زیاتو وېکټو خولۍ بونېشور کومار پر سر کړې ده.

په ۲۰۱۷ کې ورته راشدخان او محمدنبي هم راغلل، چې د توپ اچونې برخه یې ورسره خورا پیاوړې شوه.

حیدراباد په تېر کې له ځان سره شېکر دوان او یوراج سېنګ درلودل، همدارنګه د توپ اچونې برخه کې ورسره سېدرت کول او بونېشور کومار د حساب بالران وو.

خو په ۲۰۱۹ کې سېدرت کول زیات وټکېده او د ده د ټکېدو له امله حیدراباد په نیمه پایلوبه کې له ماتې سره مخ شوه.

د دې لوبډلې د توپ اچونې برخه اوس هم ستونزه نه لري او کولای شي، چې ښې لوبډلې تر ۱۷۰ منډو محدودې کړي؛ خو غټه ستونزه یې د توپ وهنې برخه کې ده.

توپ وهنه یې په پیل کې یا اوپننګ کې بیخي سمه وي، خو له پیلیزو توپوهونکو وروسته بیا نور لوبغاړي لوبه په ښه ډول مخته نشي وړلای.

دا چې په منځنۍ برخه کې یو ښه فېنېشر نه لري او له ۲۰۱۳ کال راهیسې تر اوسه په دې نه ده توانېدلې، چې یو تکړه او ذمه وار فېنېشر پېدا کړي؛ نو همدا علت دی، چې لوبې بایلي.

اوس ورسره کېن ویلیمسن شته؛ که څه هم هغه یو ذمه وار توپوهونکی دی، خو ستر هیټر نه دی.

ویلیمسن په تېرو دوو پړاوونو کې د دې لوبډلې لپاره په منځنۍ برخه کې ژوندۍ لوبه کړې ده.

سنرایزرز حیدراباد په ۲۰۲۱ کې تر ټولو بد پیل کړی دی، خپلې لومړۍ درې لوبې یې بایللي دي او د څلورمې لپاره ډېرې هیلې شته چې کین ویلیمسن به واخلي او د فېنېشر رول به ادا کړي.

یاده لوبډله د راتلونکې چهارشنبې په ورځ له پنجاب سره خپله څلورمه لوبه ترسره کوي.

جېسن رای، جاني بېرسټو، ډېوېډ وارنر، ریډیمن ساحا او کین ویلیمسن په خپلو هېوادنیو یا ملي لوبډلو کې ټاپ ارډر دي، یا اوپنران دي او یا هم ون ډاون توپوهنه کوي.

نو په یوه لوبډله کې دومره زیات ټاپ ارډر لوبغاړي اخیستل ښه نه وي، ځکه د لوبډلې بیلانس یا توازن ورسره خرابېږي.

د لوبې ثبات او توازن باید داسې برابر شي، چې درې تکړه ټاپ ارډر لوبغاړي، همدرانګه دوه منځنۍ توپوهونکي د فېنېشر په شمول او دوه فسټ بالران او همدارانګه سپین بالران باید ولري.

د الراونډرانو شتون هم په لوبډله کې مهم وي، هغه لوبغاړي چې سپېن بال کوي، باید توپوهنه وشي کولای.

لکه چینای کې چې جدیجا دی، لکه په کلکته کې چې نېتېش رانا یا شکېب الحسن یا هم نرېن دی.

همدرانګه له راجستان سره شیریاس ګوپل یا هم راهول تېواتیا دی.

له بنګلور سره شهباز احمد دی، له ممبيي سره راهول چهر، یا هم کرونال پانډیا دی.

نو د حیدراباد لوبډله باید یو یا دوه هیټران ولري، ترڅو په منځنۍ برخه کې ښه توپوهنه وکړي او لوبه راتاوه کړي.