د پاکستان زیاتره رسنیو د فخرزمان د رن اوټ په اړه تبصرې کړي دي او په دې رن اوټ کې یې د افریقا د وېکټ ساتونکي کوېنټن ډیکاک جعل کارۍ ته اشاره شوې ده.
لوبه داسې وه، چې په ۱۷ توپونو ۳۷ منډې پاتې وې او فخرزمان دا مهال په ۱۹۳ منډو لوبېده.
نوموړي توپ د ایکسټرا کور پر لور ولوباوه، یوه منډه یې جوړه کړه او د دویمې منډې لپاره هم د ویشتن ځای نیمایي ته رسېدلی و او ښه په طبع رسېدای شوای.
خو کوېنټن ډیکاک ورته وویل چې شاته وګوره؛ نو کله چې فخرزمان شاته وکتل، کوېنټن ډیکاک ته توپ ورسېد او فخرزمان یې رن اوټ کړ.
اوس د پاکستان زیاتره کرکټ لوبغاړي او رسنۍ وایي، چې دېته په کرکټ کې فېک اوټ یا جعلي اوټ وایي، چې له لوبغاړي سره رسا دوکه شوې او هغه یې رن اوټ کړی دی.
د رن اوټ اصول څه ډول دي؟
په کرکټ کې د رن اوټ اصول داسې دي، چې فیلډر به ترو کوي او کیپر یا هم بالر او یا هم کوم بل ډګر ساتونکی وېکټ وهي او که توپوهونکی نه و رسېدلی او سټمپس یا وېکټې ولګېدې لوبغاړی اوټ شمېرل کېږي؛ خو که رن اوټ کې دوکه موجوده وه او په لوی لاس د خبرو او یا هم د عمل یا حرکت په وسیله چې تېرویستونکي حرکات او اعمال وي، توپوهونکی اوټ شي، نو هغه بیا اوټ نه حسابېږي او مقابل لوری له بندیز سره هم مخ کېږي.
ځکه دا د کرکټ روح او رښتینولۍ ته زیان رسوي او د کرکټ په لوبه د خلکو باور کموي.
دې برخه کې د کرکټ نړیوالې شورا د ۱۴ مې مادې لومړۍ فقرې اول بند وایي چې هیڅ فیلډر، وېکټ ساتونکی او یا هم لوبغاړی نه شي کولای، چې په لاس، په خوله او یا هم په اشارې سره د توپوهونکي لوبغاړي د منډې مخه په لوی لاس ونیسي.
مګر په قانوني ډول کولی شي، چې اوټ وکړي.
خو دلته کوېنټن ډیکاک فخرزمان ته په خوله ویلي چې شاته وګوره او په لاس ورته اشاره کړې، چې توپ د توپ اچوونکي خواته ترو کېږي او ته له اوټ څخه بچ یې؛ خو کله چې فخرزمان شاته وکتل، نو اېدن مرکرم بال کیپر ډیکاک ته واچوه او فخرزمان په داسې حال کې اوټ شو، چې کریز ته بیخي نږدې و.
د میریلیبن کرکټ کلب هم ویلي چې دی کې باید ډیکاک څخه پوښتنه وشي او قانوني چلند سره باید مخ شي.
د پاکستان پخوانیو کرکټ لوبغاړو لکه شعیب اختر او وقاریونس هم په دې اوټ انتقاد کړی.
یاده لوبه دویمه یو ورځنۍ وه، چې په ۱۷ منډو سویلي افریقا وګټله.
دواړه لوبډلې درېیمه یو ورځنۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ ترسره کوي.
دا حالت په دې ویډیو کې هم کتلی شئ.
https://www.youtube.com/watch?v=a4IPW6keOoo