د بنګله دېش او نیوزیلېنډ لوبلړۍ ته لنډه کتنه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

 

د بنګله دېش او نیوزیلېنډ ترمنځ د مارچ په شلمه نېټه د درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو لوبو لړۍ پیل شوې ده.

د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ درې د صفر پر وړاندې په سترو توپیرونو نیوزیلېنډ وګټلې.

لومړۍ یو ورځنۍ نیوزیلېنډ په اته وېکټو وګټله، دویمه یې په ۵ وېکټو خپله کړه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې هم په ۱۶۴ منډو وګټله.

د یو ورځنیو لوبو د سیریز او وروستۍ لوبې غوره لوبغاړی ډیوون کانوی وپېژندل شو.

د شل اوریزو لوبو پیل

دواړو لوبډلو د یکشنبې په سهار لومړۍ شل اوریزه لوبه هم ترسره کړه، نیوزیلېنډ د ټاس په ګټلو سره لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره د مارټېن ګوپټېل د ۳۵ منډو، د ډیوون کانوی د ۹۲ ناسوځېدلو منډو، د وېل یانګ د ۵۳ منډو او د ګلېن فېلېپس د ۲۴ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۲۱۰ منډې وکړې.

د بنګله دېش لپاره نسوم احمد دوه او مهیدي حسن یوه وېکټ ترلاسه کړه.

بنګله دېش په ټولو اورونو کې د ۸ وېکټو په نقصان سره د محمد نعیم د ۲۷ منډو، د لېټن ډاس د ۴ منډو، د سومایا سرکار د ۵ منډو، د محمد مېتن د ۴ منډو، د محمدالله د ۱۱ منډو، د عفیف حسین د ۴۵ منډو، د محمد سیف الدین د ۳۴ ناسوځېدلو منډو او د شریف الاسلام د ۵ منډو پر مټ ۱۴۴ منډې وکړې او لوبه ترې نیوزیلېنډ په ۶۶ منډو وګټله.

د نیوزیلېنډ لپاره اېش سودي ۴ وېکټې واخېستې.

د دې لوبې غوره لوبغاړی ډیوون کانوی وپېژندل شو؛ هغه په ۵۲ توپونو ۹۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

دواړه لوبډلې دویمه شل اوریزه لوبه د راتلونکې سه شنبې په ورځ د مارچ په ۳۰ مه نېټه ترسره کوي.

د لوبډلو درجه بندي

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډله په یو ورځنیو لوبو کې دویمه لوبډله ده او د بنګله دېش لوبډله اووم مقام کې ده.

افغانستان بیا یو ورځنیو لوبو کې لسم ځای لري.

په شل اوریزو لوبوکې نیوزیلېنډ پنځم مقام کې دی او بنګله دېش بیا اتم ځای خپل کړی دی؛ خو افغانستان په دې وروستیو کې اووم ځای ته ځان راورساوه.

نو د دې لوبو په ګټلو سره نیوزیلېنډ له پنځم ځای څخه څلورم یا درېیم ځای ته مخکې کېدای شي او پاکستان وروسته کولای شي.

بنګله دېش ته لا د وروسته تګ موقع شته.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.