د انګلستان او هند ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه په پونه ښار کې ترسره شوه.
انګلستان یو ځل بیا د ټاس په ګټلو سره د توپ وهنې بلنه هند ته ورکړه؛ هند په ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د روهېټ شرما ۲۵ منډو، د شېکردوان د ۴ منډو، ویرات کولي ۶۶ منډې، لوکېش راهول ۱۰۸ منډې، د رېشاب پنټ د ۷۷ منډو، د هارډېک پانډیا ۳۵ منډو او د کرونال پانډیا د ۱۲ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۳۳۶ منډې وکړې او انګلستان ته یې ۳۳۷ منډې هدف ورکړ.
ریس ټاپلي او ټام کورن دوه، دوه وېکټې واخېستې.
د انګلستان لپاره دواړو پیلوونکو توپوهونکو ګټونکی اننګز ولوباوه.
جېسن رای په ۵۲ توپونو ۵۵ منډې وکړې او جاني بېرسټو ۱۲۴ منډې وکړې او ۱۱۲ توپونه یې ولوبول.
په ون ډاون کې بېن سټوکس د دېوال په څېر ودرېد او د هندوستان بالران یې سرګردانه کړل.
هغه په ۵۲ توپونو ۹۹ منډې وکړې، چې لس شپږیزې او څلور څلوریزې یې ووهلې.
انګلستان د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۳ اعشاریه ۳ اورونو کې هدف مات کړ او لوبه یې په ۶ وېکټو وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړی جاني بېرسټو وپېژندل شو.
په لوبه کې شپږیزې او څلوریزې
هندوستان په دې لوبه کې لس شپږیزې ووهلې او شل یې څلوریزې ووهلې، چې ټولې ۲۸ پولې کېږي.
انګلستان بیا شل شپږیزې او ۲۴ یې څلوریزې جوړې کړې، چې ټولې ۴۴ پولې کېږي.
په مجموعي ډول ۷۲ پولې لوبېدلې وې.
هندوستان ته د انګلستان لخوا د لومړۍ لوبې مناسب ځواب
په لومړۍ لوبه کې هم انګلستان د ټاس په ګټلو سره د توپوهنې بلنې هندوستان ته ورکړې وه، چې هند ۳۱۸ منډې هدف ورکړی و؛ خو هغې لوبه کې د انګلستان توپوهونکي ناکام شول او لوبه ترې هندوستان په ۶۶ منډو ګټلې وه.
خو دا ځل انګلستان لپاره د درېیوو لوبغاړو غوره لوبې سیالي وګټله، جېسن رای، جاني بېرسټو او د بېن سټوکس غوره توپوهنې سیالي د انګلستان په نوم کړه او د لومړۍ لوبې غوره ځواب یې هند ته ورکړ.
دواړه لوبډلې درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ ترسره کوي.