مېرمن په خاوند ډېر حقونه لري، چې د مادي او معنوي حقونو تر سرلیکونو لاندې څېړل کیږي.
مادي حقوق یې، مهر، نفقه، کالي او ځای دی. معنوي حقوق یې، عدل او برابري، ښه سلوک، ساتنه، کوروالي او خلع( بېلتون چې ښځه یې له خاوند نه د مال په بدل کې اخلي). مهر د نکاح له لومړنیو اثارو څخه دی.
مهر، ته صداق او فریضه هم وایي، د ښځې هغه مالي حق چې په مېړه باندې د نکاح د عقد یا له هغه په جماع کولو لازمیږي.
ـ ځکه چې د دین او قانون له مخې د نجونو مسلم حق دی، کله چې نجونې کوژده کوي، نو باید مهر هم ورته وټاکل شي.
ـ مهر ورکول د ژوند پیلولو لپاره یوه ښه ډالۍ کېدای شي، او د راتلونکې ژوند لپاره یې هم ګټه لري، په راتلونکې کې مېرمنو ته ښه مالي سرچینه هم ده.
ـ کله چې مهر نجلۍ ته ورکول شي نجلۍ له مالي اړخه پرې وتړل شي، او د شرعي اړخه په ګډ ژوند کې د نکاح رکن دی.
ـ مهر د ګډ ژوند ملګرو ته مسوولیت منل ورښيي، او د مېرمنو ارزښتمندتیا له ورایه په ډاګه کوي.
ـ کله چې مهر وټاکل شي نو نارینه مجبوره دي چې هغه ورته برابر کړي او د مېرمنې پر وړاندې مسوولیت ورکوي.
ـ مهر د مېرمنو لپاره ښه ټولنیز ملاتړ ګڼل کیږي، کمه برخه او لږ مهر واده ته پوره ارزښت وربښي.
ـ مهر سره واده د رسمي کولو بڼه ځان ته غوره کوي، او د دې کار سره ښځې د قربانۍ حس نه، د هوساینې فکر کوي.
مهر هم خپل کچه لري: د مهر کمه اندازه لس درهمه ده چې ۲۹،۷۵ ګرامه ده.
د بي بي فاطمې (رض) د مهر اندازه ۵۰۰ درهمه وه.
د مهر د زیاتې اندازې لپاره څه ټاکلې اندازه نشته خو د مهر دومره اندازه ټاکل پکار دي چې خاوند یې په اساني سره ورکولی شي، ځکه حضرت محمد ص غوره نکاح هغه نکاح بللې چې اسانه وي.
مهر ورکول د ښځې حق دی، خو باید خپله ښځو ته ورکړل شي. نن سبا د ښځې پر ځای د هغه کورنۍ یې د دوی حق ورنه اخلي چې دا د اسلام له نظره ښه نه دی.