د کرکټ ډېری افغان مینوال وایي، افغان غوره الراونډر د ملي لوبډلې په پرتله په لیګونو کې ښې لاسته راوړنې لري.
عیسی خېل چې د نړۍ په کچه په آی پي اېل، سي پي اېل، بي پي اېل، بېګ باش لیګ، بلاسټ لیګ، پاکستان کرکټ لیګ، لس اوریز لیګ، شپږیزه لیګ او افغانستان لیګ کې لوبېدلی دی.
نوموړی په دغو لیګونو کې وخت ناوخت داسې لوبې کوي، چې ناشونې لوبې شونې کوي او د خپلې لوبډلې په ګټه یې تماموي.
څه موده وړاندې په بېګ باش لیګ کې ولوبېد، په دغه لیګ کې یې خپلې هسکې شپږیزې نندارې ته وړاندې کړي دي.
د مېلبورن رېنېګېډز لوبډله یې ښه مقام ته وړې وه او کله چې ترې خپلو ملي لوبو ته راستنېده، نو اېرون فېنچ ورپسې ارمان وکړ.
په ۲۰۱۷ کې یې د انګلستان بلاسټ لیګ کې په یوه لوبه کې په ۲۲ توپونو ۴۰ منډې د کېنټ لوبډلې لپاره وکړې او بیا یې په هغې لوبډله کې د پښې ځای وموند او سږ کال یې هم پېرلی دی.
په سي پي اېل لیګ کې یې په ۲۰۱۷ کې د سېنټ او نیویس پېټرېټس لوبډلې په ګټه ځواکمنه الراونډري نندارې ته وړاندې کړه.
په آی پي اېل کې یې په ۲۰۱۸ کې دوه لومړنیو لوبو کې غوره الراونډري وکړه، یوه لوبه کې یې وېکټې واخېستې او ۱۱ منډې یې ورکړې او ورپسې یې بله لوبه کې هم خپله غوره توپ اچونه وکړه.
۲۰۱۶ کې یې د پاکستان په غوره لیګ کې د کوېټې لوبډلې په ګټه غوره توپوهنه وکړه او اوس یې یو ځل بیا د کراچۍ کېنګز لوبډلې په ګټه د کوېټې لوبډلې خلاف د ۲۰۲۱ پي اېس اېل په لومړۍ لوبه کې ۳۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبه یې په شپږیزه وګټله.
د افغان کرکټ مینوالو نظرونه
دلته په جلال اباد کې د افغان کرکټ لوبغاړو مینوال وایي، چې محمد نبي عیسی خېل نسبت خپلې ملي لوبډلې ته په سوداګریزو لوبو کې ښه لوبېږي.
رئیس خان ریحان چې کرکټ څاري وایي، یقینا دا غوره الراونډر په لیګونو کې ښه ځلېږي.
عبدالوارث تاند وایي، چې په ډېری لیګونو کې د ده لوبې په زړه پورې وي، خو په ملي لوبډله کې یې بیا خونده نه وي.
یارمحمد پردېس وایي، دی په لیګونو کې ښه غوره الراونډر دی.
د دوست محمد نظري په خبره چې لیګونو کې یې شپږیزې ډېرې ځواکمنې وي.
په لیګونو کې د محمد نبي ځلیدلو علت
لومړی دا چې لیګونه زیاتره وخت د خرپ و ترپ لوبه وي، ځکه هره لوبډله تکړه لوبغاړي لري او وروسته ورپسې فشار نه وي که اوټ شي، نو بل لوبغاړی ډېره پورې لوبه مخته وړلی او تاوان جبرانولی شي.
بله خبره دا ده، چې په لیګونو کې محمد نبي پرېشر نه اخلي او خورا ډاډه لوبېږي.
وخت نا وخت یې د افغان لوبډلې لپاره هم ښې لوبې کړي دي.
د افغانستان په شپږیزه لیګ کې او له هغې وړاندې په ۲۰۱۸ کې په افغانستان لیګ کې هم غوره توپوهونکی او بالر تمام شوی دی.