د آی پي اېل د مالي ملاتړ برخې قرارداد، ازادې بولۍ ته وړاندې شو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
سپورټ یاران 

د اګسټ پر لسمه د هندوستان د سوداګریزو کرکټ لوبو مسوول برېجېش پټېل اعلان وکړ، چې دوی د آی پي اېل سوداګریزو کرکټ لوبو د مالي برخې ملاتړ قرارداد ازادې بولي ته وړاندې کړی او د اګسټ پر ۱۴ مه به یې وخت پای ته ورسېږي.
له دې وړاندې د آی پي اېل د سپانسرکوونکو له ډلې یو هم د مبایل جوړولو چینای ویوو شرکت و، چې د پنځو کلونو لپاره یې هندوستان کرکټ بورډ او د آی پي اېل لوبډلو ته ۳۴۱ میلیونه ډالر ورکول.
خو د هندوستان کرکټ بورډ له دغې کمپنۍ سره قرارداد دوې ورځې وړاندې ځکه وځنډاوه، چې په سرحدي سیمه کې د چین او هند ترمنځ سیاسي کړکېچ زیات شوی دی.
د هندوستان کرکټ بورډ او د آی پي اېل مسوولین هڅه کوي، چې د آی پي اېل د ګټونکي ټیم لپاره سپانسر ومومي.
کومه لوبډله چې آی پي اېل کې اتلولي واخلي، نږدې دوه نیم میلیونه ډالر د جایزې په توګه ورکول کېږي، همدارنګه دویمې او درېیمې لوبډلې ته هم جایزې ورکول کېدې.
خو ښایي سږ کال د مالي کړکېچ له امله درېیمې مقام لرونکې لوبډلې ته سږ کال څه امتیاز وجود ونه لري.
ویوو چینای شرکت د ۲۰۱۷ په وروستیو کې د پنځو کلونو لپاره له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ پورې د ۳۴۱ میلیونه ډالرو قرارداد لاسلیک کړی و.
خو دغه قرارداد اوس ځنډول شوی دی.

سږ کال آی پي اېل لوبو او د تېر په پرتله یې کمزورتیا

د هند سوداګریزې کرکټ لوبې به سږ کال د ځینو علتونو له امله کمزورې وي، لومړی کرونا ویروس دا لوبې ځکه بې خونده کړې، چې د کرکټ ټول لوبغاړي د ځان د خوندیتوب په لټه کې وو او لوبو ته یې پام نه و.
دویم ننداره کوونکي به هیڅ نه وي او دا په لوبو منفي اغېز کوي.
لوبې به په هندوستان کې نه وي او عربي متحده اماراتو کې به وي، چې د هند او عربو لوبغالي د ټېکنالوژۍ او نورو سهولتونو له امله توپیر کوي.
پېسې به پکې ډېرې نه وي او مراسم یې هم ښایي کمزوري وي.
د لوبغاړو ګډون پکې د کرونا له امله شکي دی، د سویلي افریقا، انګلستان او اسټرالیا لوبغاړي هم د کرونا له امله په وېره کې دي او هم د انګلستان او اسټرالیا سیریزونه شته دی، چې نه ګډون به یې په آی پي اېل منفي اغېز وکړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.