انګلستان او پاکستان له ۱۹۷۴م راهیسې ۲۳ سیریزونه کړي، چې په دغو لوبو کې ۱۶ یو ورځنۍ لوبې انګلستان او ۷ لوبې پاکستان ګټلي دي.
که تېر شالید ته وګورو د انګلستان کرکټ لوبډله په تېر کې پر پاکستانۍ لوبډله په یو ورځنیو لوبو کې برلاسې وه.
د انګلستان او پاکستان اوسنۍ لوبلړۍ او د بري چانس
د پاکستان کرکټ لوبډله اوسمهال په انګلستان کې ده او شپږ ورځې وروسته به له کوربه لوبډلې سره د درې ټېسټ او درې شل اوریزو لوبو پېل وکړي.
د پاکستان سفر د سپټمبر په ۲ یمه نېټه پای ته رسېږي.
اوسمهال په ټېسټ لوبو کې انګلستان څلورم مقام کې ده او د پاکستان لوبډله درې قدمه شاته په اووم ځای کې قرار لري.
نو په ټېسټ لوبو کې انګلستان بري په دې دی، چې لوبډله اوس هم په ښه مرال کې ده او تازه یې له ویسټ انډیز څخه د درې ټېسټ لوبو لړۍ دوه د یو پر وړاندې په ستر توپیر وګټله.
د انګلستان د بري چانس ځکه زیات دی، چې په رېنکېنګ له پاکستان څخه مخکې دی.
دویم علت یې دا دی، چې د انګلستان مرال په ټېسټ لوبو کې لوړ دی.
درېیم دا چې د انګلستان هوم ګراونډ یا کورني لوبغالي دي او دوی نسبت پاکستان ته په دغو لوبغالو ډېر بلد دي.
د انګلستان ویشتن ځایونه چټک دي او انګلستان کرکټ لوبغاړي په چټکو پیچونو ښه لوبه کوي، نو کولای شي، چې د پاکستان چټک او سپېن بالران وټکوي او زیاتې منډې پرې وکړي.
د انګلستان او پاکستان نړیوال جام لوبه
د انګلستان کرکټ لوبډلې په نړیوال جام کې یواځې یوه لوبه وبایلله او دا لوبه یې هم پاکستان ته بایللې وه.
دا لوبډله له نیمه پایلوبو ووتله او پایلوبه کې یې په بونډریانو یا پولو سره نیوزیلېنډ ته ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې نړیوال پنځوس اوریزجام وګاټه.
د شل اوریزو لوبو درجه بندي، پاکستان او انګلستان
د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې پاکستان د ۲۰۲۰م په لړ کې له لومړي مقام څخه څلورم ځای ته ولاړ، اسټرالیا لومړی او انګلستان په شل اوریزو لوبو کې دویم ځای لري.
پاکستان په شل اوریزو لوبو کې ښې وړتیاوې لري؛ په ځانګړي ډول بابراعظم خورا مناسب لوبغاړی دی او شل اوریزو لوبو کې لومړی نمبر توپوهونکی دی.
خو د انګلستان کرکټ لوبغاړي د شل اوریزو لوبو لپاره ټول برابر دي، جېسن رای، جاني بېرسټو، ایئن مورګن، جاس بټلر، خورا ښه لوبغاړي دي، بېن سټوکس او الېکس هېلس هم توپوهنې ته ښه برابر دي.
نو کولای شي چې ډېره تکیه په توپوهنه وکړي او پاکستانۍ لوبډلې ته ستر هدفونه ورکړي او پاکستان وایټ واش راولېږي.