رحمان الله ګربز؛ له ډیويلیرس متاثره وم، ځکه جارو شاټونه وهم

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
لیکنه: ‌سمیع الله درانی

رحمان الله ګربز، چې د افغانستان د خوست ولایت اوسېدونکی دی، ۱۹ کاله عمر لري.
دی مخکې د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې اوپنر و، هلته یې توپوهنه او وېکټ‌ساتنه پوره په زړه‌پورې وه.
د ډېرې وړتیا له امله په ۲۰۱۹ م کې له ملي لوبډلې سره مل شو.
د بنګله‌دېش او ویسټ انډیز پر وړاندې یې توپاني توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې ډېر ژر یې د هېوادوالو او نړیوالو پام ځانته راواړوه.
هغه اوس د ملي لوبډلې پېلوونکی توپوهونکی دی او د شهزاد په نشتون کې وېکټ‌ساتنه هم کوي.

ګربز او له ډیویلیرس اغېزمنېدل

ګربز په یوه مرکه کې ویلي چې د ده د خوښې شاټ سویپ یا جارو شاټ دی او په همدې شاټ سپېن یا کرار بالران تر تاثیر لاندې راولي.
هغه وایي کله یې چې نړیوال کرکټ تعقیبوو، نو د آې بي ډیویلیرس له سویپ شاټونو ډېر اغېزمن و.

د ډیویلیرس او ګربز پرتله

ډیویلیرس د افریقا نامتو کرکټ لوبغاړی دی، چې د کرکټ نړۍ کې یو داسې لوبغاړی دی، چې د لوبغالي هر لور ته شاټ وهي او ۳۶۰ باندې یادېږي.
ډیویلیرس وېکټ‌ساتونکی توپوهونکی دی او خپله کې اکثره وخت په درېیم نمبر توپوهنې ته راځي.
ډیویلیرس خورا زړور لوبغاړی دی، چې له هر ډول بالر څخه وېره نه لري.

رحمان الله ګربز

۱۹ کلنو کرکټ لوبډله کې یې اوپنګګ دومره اغېزمن و، چې ۲۰۱۷ کې د دوی له برکته او مجیب الرحمن په مرسته افغان ۱۷ کلنو لوبډلې د اسیا لوبو اتلولي واخیسته.
۲۰۱۸ کال نړیوال ۱۹ کلنو جام کې یې له ابراهیم ځدران سره ښې ملګرتیا نیوزیلېنډ مات کړ.
ګربز کې هم د ډیویلیرس په څېر ځانګړنې شته، ډېر زړور توپوهونکی دی، له هیڅ ډول بالر وېره نلري.
وېکټ ساتونکی ټاپ ارډر توپوهونکی دی، کټ مټ لکه ډیویلیرس.
د لوبغالي هر لوري ته شاټ وهلی شي د بنګله دېش او ویسټ انډیز خلاف لوبو کې ورته ۳۶۰ لقب هم په سکرین ولیکل شو.
خو خبره د کرکټ ده، ډیویلیرس ډېر کرکټ کړی او ګربز بیا لږ وخت کېږي، چې نړیوال کرکټ ته راغلی دی.
خو ځانګړنې یې له ډیویلیرس کمې نه دي او د وخت په تېرېدو سره به لا وځلېږي.