خبريال: صابرحميدي
د اسټرالیا کرکټ بورډ ترڅنګ د پاکستان کرکټ بورډ هم هر ځلې وايې، چي د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام ترسره کېدل امکان نلري، نو په همدې موخه پاکستان هم نه غواړې دا جام ترسره شي.
د پاکستان د کرکټ بورډ رئیس احسان ماني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چي اسټرالیا کې د شل اوریز نړیوال جام ترسره کېدل هیڅ امکان نلري.
احسان ماني زیاته کړه، چې په هغه ۱۶ واړه هیوادونو کې اوس هم کورونا ویروس شته، چې د شل اوریزه نړیوال جام برخه وال دي.
د احسان ماني په خبره:
«په اوس کې نړیوال جام ترسره کول یوازې د یوه یا دوو ټیمونو لپاره ښه دی، مګر د ټولو هیوادونو لپاره ښه ندی او غیر ممکن کار دی، چې د کورونا ویروس په دې حساسو شرایطو کې دې د کرکټ نړیوال جام ترسره شي.»
ماني تمه لري، چې د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام دي راتلونکې ۲۰۲۱م کال ته وځنډول شي او د هندوستان په کوربتوب دي ورته له سره چمتوالی ونیول شي.
د پاکستان کرکټ بورډ تر مخه د نړیوال جام کوربه هیواد اسټرالیا هم د یاد جام ترسره کېدل ناممکن یاد کړل.
د اسټرالیا د کرکټ بورډ رییس ایرل ایډینګز دوې ورځې مخکې وویل، چې د کورونا ویروس له امله سږ کال د نړیوال جام ترسره کول ناممکنه کار دی.
هغه هم وویل، چې په هغه ۱۶ هیوادونو کې کرونا ویروس په چټکۍ روان دی، چې لوبډلې یې د نړیوال جام برخه والې دي.
ایرل ایډینګز زیاته کړه:
«زه په ای سي سي کې روان حال د کرکټ نړیوال جام په اړه څارم. موږ په دې تړاو هم خبرې کړې او لا هم زموږ خبرې دوام لري. د اوس لپاره دا یوه پیچلې پرېکړه ده. زه وایم چې د نړیوال جام ترسره کېدل امکان نلري په داسې حال کې چي لا تراوسه په رسمي ډول نه لغوه شوی او نه هم ځنډول شوی دی. اوس هم په هغه ۱۶ هیوادونو کې کورونا په چټکۍ روانه ده، چي لوبډلې یې د کرکټ نړیوال جام برخه والې دي. زه فکر کوم دا واقیعت نلري او خورا ستونزمن کار دی. موږ له ای سي سي سره اوس په دې تړاو ږغیږو.»
د ۲۰۲۰م کرکټ نړیوال جام د اسټرالیا په کوربتوب د اکتوبر میاشتې له ۱۸مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۵مې نیټې اټکل شوی، خو د کورونا ویروس له امله د نامعلوم برخلیک سره مخ دی.
ټاکل شوې وه د روانې جون میاشتې په ۱۰مه نېټه ای سي سي د نړیوال جام په اړه خپله رسمې وروستۍ پرېکړه وکړې، خو راتلونکې جولای میاشت ته وځنډول شوه.