په ټېسټ لوبو کې د زیاتو جایزو ګټونکي لوبغاړي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
لیکنه: سمیع الله درانی

د کرکټ په نړۍ کې ټېسټ لوبې د لوبغاړو د وړتیاوو معلوموونکې لوبې دي.
په دې سیالیو کې د لوبغاړي حوصله، تخنیک، د منډو جوړول او توپ اچونه ازمایل کېږي.
پر دې سربېره د لوبغاړي انرژي معلومول یې بل اړخ دی.
کله چې هم لوبغاړی شل اوریزو یا هم نورو لوبو ته راځي، له وړاندې یې وړتیا په فرسټ کلاس سیالیو کې ازمایل شوې وي، وروسته بیا یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو ته ورځي.
اوس هغه لوبغاړي درپېژنو چې په ټېسټ کرکټ لوبو کې یې تر نورو زیات د لوبې غوره لوبغاړو په توګه جایزې اخېستي دي.

جېکس کېلېس

د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې پخوانی کرکټ لوبغاړی و.
ده په ټېسټ کرکټ لوبو کې تر نورو لوبغاړو زیاتې جایزې ترلاسه کړي دي.
کېلېس ۲۳ ځله د لوبو غوره لوبغاړی اعلان شوی او جایزې یې خپلې کړي دي.

موتیا مورالي تارن

د سریلانکا سپین یا څوکه توپ اچوونکی و، دی دویم کرکټ لوبغاړی دی، چې په خپلې غوره توپ اچونې سره یې ۱۹ ځلې د لوبې د کار لوبغاړي جایزې اخیستي دي.

وسیم اکرم

د پاکستان الراونډر لوبغاړی و، چې په ټېسټ لوبو کې یې په بهترینې الراونډرۍ سره ۱۷ ځلې جایزې ترلاسه کړي دي.

شېن وران

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې بې جوړې لېګ برېک بالر و، ده ۱۷ ځلې د لوبې غوره لوبغاړي جایزې خپلې کړي دي.

کومار سنګاکارا

کومار سنګاکارا د سریلانکا کرکټ لوبډلې پیاوړی وېکټ‌ساتونکی توپ وهونکی و او ۱۶ یې په ټېسټ لوبو کې د غوره لوبغاړي جایزې اخیستي دي.

ریکي پونټېنګ

د اسټرالیا کرکټ لوبډلی پخوانی لوبډلمشر و، نوموړي ۱۶ ځلې د لوبې غوره لوبغاړي جایزې اخیستي دي.