لیکنه: سمیع الله درانی
د اسټرالیا کرکټ بورډ وایي چې دوی د کرونا ویروس له امله د ۴۰ کسانو دندې ختمې کړې او شاوخوا ۴۰ میلیونه ډالر تاوان یې لیدلی دی.
د کرونا ویروس له امله د کرکټ نړۍ ډېر زیان لیدلی دی او له اقتصادي پلوه کرکټ هم ډېر ځپل شوی دی.
له دې وړاندې د اسټرالیا کرکټ بورډ د لوبغاړو د مالي قرارداد پرمهال ځینې لوبغاړي له پامه غورځولي وو، چې یو پکې د اسټرالیا کیڼ لاسی مسلمان توپوهونکی عثمان خواجه هم و.
خواجه ته په قرارداد کې نه دی اخیستل شوی او معاش پرې بند شوی دی.
پر دې سربېره یاد کرکټ بورډ ویلي چې د مالي ستونزو له امله به د کرکټ لوبډلو سفرونه هم منظم کړي او د زیاتو لګښتونو مخنیوی به کوي.
له دې ورهاخوا د اسټرالیا د نارینه او ښځینهوو سوداګریزو کرکټ لیګونو د لوبو یا مېچونو برخه کې به هم کمښت راشي.
کېدای شي چې لوبې یې له ۵۹ څخه ۵۰ او یا هم ۴۸ ته راښکته شي.
د بېګ باش سوداګریزې کرکټ لوبې هر کال د ډسمبر میاشت کې پېليږي او د نوي عیسوي کال د فبروري تر لسمې نېټې پورې غځېږي.
مخکې به د نارینهوو له بېګ باش ليګ څخه مخکې د ښځینهوو بېګ باش لیګ پېلېده او د نارینهوو له لیګ څخه څو ورځې وړاندې به پای ته رسېده، خو سږ کال ښایي دا لیګونه یو ځای پیل او پای ته ورسېږي.
د روان کال په وروستیو کې به د بېګ باش لیګ لسم پړاو پیل شي او د ۲۰۲۱ لومړیو کې به پای ته ورسېږي.