خبریال: فضل الله فضلي
په نړۍ کي په کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ د اخته سوو کسانو شمېر تر ۷،۵ مېلیونو اوښتی او هره ورځ تر یو لک ډېري مثبتي پېښي د نړۍ په لر او بر کي ثبتیږي.
تېره ورځ بیا په نړۍ کي د ویروس په ریکارډ کچه لوړ شمېر ثبت سو، چي څه باندي یو لک او ۳۶ زره مثبتي پېښي وې.
وړمه ورځ ۱۳۵ زره، تر دې وړاندي ۱۳۰ زره، ۱۲۷ زره او ۱۲۶ زره ورځنۍ پېښي په روانه جون میاشت کي ثبت سوي وې.
تراوسه په نړۍ کي نږدې ۴ لکه ۲۲ زره تنه له ویروسه مړه سوي او تر ۳ نیم مېلیونه ډېر ناروغان بیا روغ سوي دي.
په نړۍ کي تر بلي هري سیمي په امریکا هیوادونو کي تر ټولو ډېري پېښي ثبتیږي.
د امریکا په متحده آیالاتو کي مثبتي پېښي ۲ مېلیونه او ۹۰ زرو ته رسیږي او ورځنی شمېر یې تر ۲۰ زرو بیا لوړ سوئ دئ.
پدې هیواد کي مړي تر ۱۱۶ زره ډېر سوي او روغ سوي بیا تر ۸ لکو اوښتي دي.
برازیل د نړۍ دریم ځپل سوئ هیواد دئ، چي ورځنۍ پېښي یې تر ۳۳ زرو پوري پورته سوي دي او ټولي تر ۸ لکو اوښتي دي.
دا هیواد په مړینو کي هم دوهم دئ، چي د مړینو شمېر یې تر ۴۱ زرو اوښتی او روغ سوي یې ۴ لکو ته رسیږي.
د امریکا په لویه وچه کي مکسیکو، پیر او چیلي تر ۶ زرو پوري ورځنۍ او کولمبیا او ارجنټاینا تر زر ډېري ورځنۍ مثبتي پېښي لري.
روسیه کي بیا ورځنۍ پېښي ۹ زرو ته رسیږي، چي ټولي یې تر ۵ لکو ډېري سوي دي.
پدې هیواد کي مړي تر نورو ټولو ډېر ځپل سوو هیوادونو په پرتله خورا لږ څه باندي ۶۷۰۰ دي او روغ سوي یې ۲۷۰ زرو ته رسیږي.
هند بیا د نړۍ څلورم هیواد سو، چي د ویروس مثبتي پېښي یې خورا ډېري ۳ لکو ته رسیږي او ورځنی شمېر یې هم ډېر پورته سوئ، چي ۱۲ زرو مثبتو پېښو ته رسیږي.
تراوسه پکښي تر تر ۸۵۰۰ ډېر کسان مړه سوي او څه باندي ۱۴۷ تنه بیا روغ سوي دي.
په هند کي په داسي مهال کي پېښي ډېري سوي، چي هند پدې اونۍ کي ریسټورانټونو او عبادت ځایونو ته د پرانیستلو اجازه ورکړل.
په نړۍ کي بل هیواد چي ډېري ورځنۍ مثبتي پېښي لري، هغه پاکستان دئ، چي نن پکښي تر ۷ زرو پوري مثبتي پېښي ثبت سوي دي او دا شمېر یې تر بل هر وخت لوړ دئ.
پدې هیواد کي په ویروس د ۱۲۵ زرو تنو اخته سوو کسانو څخه یې تر ۴۰ زرو ډېر روغ سوي او څه باندي ۲۴۰۰ تنه پکښي مړه سوي دي.
پاکستان تازه د روغتیا د نړیوال سازمان د خبرداري سره مخ سوی، چي حکومت دي په پاکستان کي د ناورین د راتګ لپاره چاري چټکي کړي.
بلخوا د ایران د یو شمېر رسنیو د معلوماتو پر اساس چي کېدای سي، په ایران کي د ویروس دوهمه څپه راغلې وي، ولي چي مثبتي وځنۍ پېښي خپل پخواني حالت ۳ زرو ته رسیږي.
ټولي یې تر ۱۸۰ زرو ډېري سوي، مړي یې ۹ زرو ته رسیږي او پکښي روغ سوي بیا څه باندي ۱۴۳ زره دي.
ددې ترڅنګ په نورو آسیايي هیوادونو سعودي عرب او بنګله دېش کي ورځنۍ پېښي تر ۳ زرو ډېري سوي دي.
قطر عراق او تازه عمان هغه هیوادونه دي، چي هره ورځ پکښي تر یو زرو ډېري پېښي ثبتیږي.
اروپا کي بیا یوازنی هیواد برېتانیا ده، چي د ویروس تر ۱۰۰۰ ډېري ورځنۍ مثبتي پېښي لري.
په نورو اروپايي هیوادونو کي د ویروس مثبتي پېښي خورا کمي سوي او هره ورځ پکښي مختلف کاروبارونه بیا پرانیستل کیږي.
اروپا تر آسیا او امریکا وروسته ویروس ډېره ځپلې ده، خو بلخوا افریقا کي د ویروس مثبتي پېښي ورځ په ورځ ډېریږي.
د ویروس ورځنی شمېر پکښي تر ۷ زرو اوړي او ټول په ویروس اخته سوي کسان یې ۲ لکه ۲۰ زرو ته رسیږي.
تراوسه تر ۵۸۰۰ ډېر پکښي مړه سوي او تر ۱۰۰ زرو (یو لک) ډېري ناروغان پکښي روغ سوي دي.