لیکنه: سمیع الله درانی
د ۲۰۱۹م نړیوال جام د افغان لوبډلې لپاره له ننګونو ډک و، په دې کال د افغان لوبډلې مینهوال د لوبډلې له کارکردهګۍ ډېر خپه و، ځکه افغان لوبډلې پرلهپسې ۹ ماتې وخوړې او له نړیوال پنځوس اوریز جام خالي لاس هېواد ته راستنه شوه.
په دې جام کې هیلې دا وې چې لوبډله به سریلانکا، بنګلهدېش، ویسټ انډیز او نورو لوبډلو ته ماتې ورکوي او ښایي تر نیمه پایلوبو ورسېږي، خو خبره اپوټه یا برعکس شوه.
پر افغان لوبډله ځینې ریکارډونه جوړ شول
لومړی ریکارډ دا و، چې دې لوبډلې هېڅ لوبه ونه ګټله او د زِمبابوې په برخلیک اخته شوه. ۲۰۱۵م نړیوال جام کې زِمبابوې هېڅ لوبه نه وه ګټلې او په همدغه کال کې یې لس پرلهپسې ماتې خوړلې وې، خو افغان لوبډلې هم لس ماتې د تمریناتي لوبې په شمول وخوړې.
دویم ریکارډ؛ د انګلستان لوبډلمشر ایئن مورګن د جون په ۱۹مه ۲۰۱۹م نړیوال پنځوس اوریز جام کې په افغان لوبډله ریکارډ جوړ کړ، په یوازې ځان یې د نړیوال پنځوس اوریز جام لوبې یوه پاڼۍ کې ۱۷ شپږیزې ووهلې، چې تر دې دمه په یوه لوبه کې یو لوبغاړي دومره شپږیزې نه وې وهلې.
د انګلستان ټولو لوبغاړو ۲۷ شپږیزې وهلې وې، چې تر دې دمه یوه لوبه کې د یوې لوبډلې لخوا بې سارې شپږیزې وې.
راشدخان په همدې لوبه کې په ۹ اورونوکې ۱۱۰ منډې ورکړې چې هر اوور کې یې له لسو زیاتې منډې ورکړې وې.
همدې لوبې د هغه په رېنکېنګ یا درجه هم اغېز وکړ او له نړیوال جام وروسته د یو ورځنیو لوبو په درجهبندۍ کې نهم نمبر بالر شو او اوس یو ورځنیو لوبو کې لسم نمبر توپ اچوونکی دی.
مورګن ۱۴۸ منډې وکړې، چې دا د هغه بل ستر ریکارډ و.
درېیم ریکارډ؛ شکېب الحسن د افغان لوبډلې خلاف د یوراج سېنګ ۸ کلن ریکارډ مات کړ او په افغان لوبډله یې نوی ریکارډ جوړ کړ.
هغه په لس اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې او پنځه وېکټې یې واخیستې او افغان لوبډله یې په ۶۲ منډو ماته کړه.
شکېب د پنځه وېکټو اخیستلو سربېره ۶۳ منډې هم وکړې او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې واخیسته.
۲۰۱۱م نړیوال جام کې یوارج سېنګ پنځه وېکټې اخیستې وې او پنځوسیزه یې هم په توپوهنې برخه کې وهلې وه.
څلورم ریکارډ؛ د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې الراونډر لوبغاړي د افغان لوبډلې خلاف د نړیوالې لوبې مخکښه توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه، جیمي نېشم وکولای شول، چې د افغان لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځوي او ریکارډ جوړ کړي.
هغه لس اورونو کې یو مېډن کړ، ۳۱ منډې یې ورکړې او پنځه وېکټې یې ترلاسه کړې.
پنځم ریکارډ؛ تر اوسه نړیوالو جامونو کې پر افغان لوبډله د بلې لوبډلې بالر هېټرېک نه و کړی، خو نړیوال جام کې د هندوستان چټک توپ اچوونکي محمد شمي په افغان لوبغاړو هېټرېک وکړ.
۲۰۲۰م کې نړیوال شل اوریز جام په پام کې دی، که ترسره شي، نو افغان لوبډلې ته پکار دي، چې ښه ولوبېږي او د نړیوال پنځوس اوریز جام ماتې جبران کړي.